افغانستان

کابل: د بهرنيو ځواکونو په مرکز له موټر بم بريد وروسته جګړه روانه ده

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل):څو شيبې وړاندې د کابل ښار په نهمې امنیتي حوزې کې د بهرنيو ځواکونو په يو استوګنځي موټر بم برید شوې دی او له هغې وروسته ډزې روانې دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې چاودنه د نهمې امنیتي حوزې اړوند ګرين ويليج کې شوې ده.

يوې امنیتي سرچينې يک تلويزيون ته ويلي دي چې د موټر بم هدف ګرين ويلج و او له چاودنې وروسته په سيمه کې ډزې روانې دي.

د پيښې په اړه د نورو جزياتو له پاره له مونږ سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

آفرين طالبانو ، داسی وهی چی تر وتو وروسته بيا تر شا ونګوری .
دا د کوم ايمان پيرزوينه ده چی الله تعالی پر تاسو مبارکو اسشهاديانو کړی ، چی د خپل خالق د خوښی لپاره په مينه په اور ن نوزی او خپله ځوانی او روح بيرته په محبت او اخلاص سره و خپل خالق ته سپاری او د هغه رضا خپلوی .
د خپلو نازکو بدنو په قربانیو مو نړیخوره ښاماران مات کړل .
الله تعالی مو په جنت الفردوس ونازوه .

عبدالله

د هغه ۱۳۶ ملکی بیگناه خلگو شهیدول او زخمی کول درته جهاد شکاری؟؟؟ که عام وگری شهید بولی نو قاتل سه شی سو؟؟؟؟
د کوم مشهور عالم فتوا لری که د طاهر اشرفی په فتوا یی وژنی؟؟؟

اجمل

ټول مو پکی بیګناه خلک شهیدان کړی، الله مو خوار کړه لا پدی جهاد چی تاسی یی کوی. صرف د سولی خبری وې چی دی پاڼی ته به راتلم اوس نو ډاکو ګری شروع شوه بس ښار ته ننوځه ورانی وکړه او په تیښته شه دا سو جهاد.

اجمل

بیچاره بیګناه خلک مو پکی تباه کړل. د طالبانو جهاد اوس لکه د هندی د فلمونو د ډاکوانو حملی ته ورته دي. ښارونو ته ننوځی وژنه، ورانی او بیرته تیښته. نوم پری د جهاد ګدي.

مجاهد

دهر انسان دننه په بدن یعنی زړه او دماغ په دفترو کی د قضاوت یوه قوه باید شتون ولری چه د ځآن یا نورو د شو او بدو کړنو د معلومولو د پاره قضاوت کوی. مثلا د یو چاسره یی په کومه خبره ستونزه وزیږول شی، مخکی له دی چه بل ورته ملامت یا سلامت ووایی هغه کس که د قضاوت هغه قوه لری خپله ملامتیا یا سلامتیاپری معلومولی شی، د قضاوت همدغه قوی ته ضمیر یا وجدان وایی . مګر کله چه هغه انسان تل بدی کړنی ترسره کوی زړه او دماغ یی په بدو کړنو تردی کچی تور… نور لوستل »

عبدالله

مجاهده! سو کفار دی مردار کرل؟؟؟ سو یرغلگر مردار شول؟؟ اوس خو به هغه سیمه کی جنگ نه وی تلفات سو دی؟؟ سوک مو قتل کرل؟ د چا اموال برباد شول؟ ایا هعه توله کورنی چی پدی چاودنه کی ورکه ده یهودی وه که نصرانی، غلامان ول که عام وگری. مجاهده ستا د وجدان او ضمیر د حق سترگی رندی دی؟؟؟ که دغه بیگناه شهیدان بولی نو ته ووایه چی قاتل سه شی دی؟؟؟ تا غوندی د قاتل طرفدار سه شی دی؟؟ هغسی ضمیر عوارم چی خدای تعالی ته خوش وی نه هغسی وجدان چی مجاهد، جمیل، انگریز او یهودو… نور لوستل »

اجمل

ګوری د طالبانو پدی حمله کی د یوی کورنی ټول غړی تر اوسه ورک دی. په کندز حمله، پربغلان حمله طالبان داسی ښیی چه پدی فشارونو به څه نور هم تر لاسه کړو خو امریکایان یی څه پروا لری همدا بیچاره ولس دی چی مری او تباه کیږی. داسی ښکاری چی طالبان سوله نغواړی او پلان یی دادی چی افغانستان د پردیو په لاس وران کړی او یو وار بیا هماغه د مجاهدینو د وخت صحنه تکرار شی چی دا ټول د پنجابیانو په امر سره کیږی.

اجمل

چی د سولی خبری نوی پکی نو د جنګ او وژنو خبرونه پدی پاڼه کی پر لوستلو هم نه ارزی او ارزش یی نلری چی سړی وخت پری ضایع کړی. دلته به او مجاهد صیب او بیانزی په تکراری مطالبو ښکته او پورته ځی نور خو څه نشنته.

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x