خوست: ملي امنيت دوه خبريالان له نيولو وروسته بېرته خوشې کړل

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د خوست ملي امنيت دوه تنه خبريالان په دې تور نيولي وو چې په خواله رسنیو کې يې د حکومت په ناوړه سياستونو نيوکه کوله.

راپورونه وايي چې د سلام وطندار راډيو همکار محمد رحيم سکندر او د څار نيوز خبريال حبيب کامران د خوست ملي امنيت نن غرمه مهال په دې تور نيولي دي چې د اشرف غني ناوړه سياستونه يې نقد کول.

محمد رحيم چې د سلام وطندار راډيو همکار دی چې وخت ناوخته يې په بيلابيلو ويب پاڼو کې د هيواد د روان سیاسي وضعيت په اړه ليکنې او مطالب خپريږی.

که څه هم ياد خبريالان څو شيبې وړاندې د ملي امنيت له لوري راخلاص شول خو فعالانو د يادو کسانو نيول غندلي او دا يې د بيان ازادۍ په وړاندې مقاومت بللی دی.

بايد وويل شي چې که څه هم په افغانستان کې حکومت د بيان په ازادۍ ټينګار کوي خو وخت ناوخت د حکومت منتقدين، سياسي شنونکي، ليکوالان او خبريالان د ملي امنيت له لوري نيول شوي، زنداني شوي او په مرګ ګواښل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د