افغانستان

طالبان وايي په «ګرين ويلیج» بريد کې يې لسګونه بهرنيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): تيره شپه لس بجې طالبانو د کابل نهمې امنيتي حوزې اړوند په خورا خوندي او حساسه سيمه کې د بهرنیو ځواکونو په يو مرکز ګرين ويليج موټر بم بريد وکړ او لسګونه بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې يې لسګونه بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

مجاهد وايي چې په دغه بريد کې يې د بهرنيو عسکرو ميشت ځايونه، کورونه او دفترونه په نښه کړي دي او دا بريد يې د امريکايانو له لوري په ملکي وګړو د هوايي بريدونو او شپنيزو چاپو په غبرګون کې کړی دی.

ذبيح الله مجاهد د بهرنیو عسکرو د تلفاتو دقيق ارقام نه دي په ډاګه کړي خو ویلي يې دي چې د مړو او ټپيانو شمير زيات دی.

نوموړی زياتوي چې د کابل بريد د هغو هوايي بريدونو او چاپو په غبرګون کې شوی دی چې هره شپه د بهرنيو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو ترسره کيږي.

په ياد بريد کې د ملکی تلفاتو په اړه ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې په دغه بريد کې هيڅ ملکي افغان نه دی په نښه شوی او نه هم په ياده سيمه کې ملکي وګړو ته د تګ راتګ اجازه شته او په وينا يې چې کوم ملکي وګړي د کابل ښار په نورو سيمو کې د هندارو ماتېدو له امله سطحي ټپيان شوي وي دوی ورسره خواخوږي ښيي.

مجاهد د ياد بريد په اړه د کابل امنیتي مسؤلينو ادعاوې رد کړي دي او ويلي يې دي چې د کابل ادارې چارواکو معلومات غلط دي او بهرني عسکر د پيښې ځای په سل مترۍ کې هم داخلي عسکر نه پريږدي او په خپل ټويټر يې د هغه سرتيري بريد ګر
مخابروي غږ هم خپور کړی دی چې د بريد له ځايه تازه معلومات ورکوي.

بل لور ته د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د تيرې شپې له موټر بم بريد څو شيبې وروسته وويل چې په دغه بريد کې پنځه تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپيان دي، رحيمي له موټر بم بريد وروسته د مرکز داخل ته د سرتيرو بريدګرو داخلېدل او په بهرنيو ځواکونو بريدونه رد کړل او دروغ يې وګڼل.

https://twitter.com/NasratRahimi12/status/1168600255807590401

ګرين ويليج چې د بهرنیو ځواکونو د استوګنې خورا خوندي او حساسه سيمه ګڼل کيږي، څو مياشتې وړاندې هم پرې د طالبانو له لوري بريد شوی و او بهرنيو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په کورونو چاپې او عمليات زيات شوي دي چې ډېر ځله يې طالبان د بندولو غوښتنه کوي او يا يې هم په غبرګون دغه ډول بريدونه ترسره کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close