افغانستان

تخار: طالبانو د قومندان په ګډون ۱۲ اربکيان وژلي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): په امنیتي پوستو د طالبانو بریدونو او عملياتو په دوام دا ځل بيا په تخار ولايت کې طالبانو په اربکيانو بریدونه کړي دي او ۱۲ تنه اربکيان يې وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې د تخار ولايت ينګي قلعه ولسوالۍ اړوند د کريم بای په سيمه کې د
اربکيانو په پوسته بريد کړی دی او د قومندان عاشور په نامه يې د اربکيانو د قومندان په ګډون ۱۲ اربکيان وژلي دي.

مجاهد زياتوي چې په دې بريد کې له اربکیانو څخه وسلې او مهمات هم نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په طالبانو د امنیتي ځواکونو بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې په نتيجه کې يې د امنيتي ځواکونو تلفات هم زيات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x