افغانستان

کورنيو چارو وزارت: په «ګرين ويليج» بريد کې ۱۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه د کابل ښار نهمې امنيتي حوزې اړوند د ګرين ويليج په نامه د بهرنيو ځواکونو په استوګنځي بريد کړی دی او ۱۳۵ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې دغه بريد په ټراکټور کې د ځای په ځای شويو چاودېدونکو توکو په واسطه شوی او له هغې وروسته جګړه پيل شوې وه چې د پنځو بريد ګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

تيره شپه له بريد وروسته رحيمي ویلي وو چې په ګرين ويليج يواځې چاودنه شوې ده او جګړه نشته خو اوس يې منلې ده چې جګړې تر سهاره دوام وکړ.

رحيمي وايي چې په دغه بريد کې د ګرين ويليج ۱۶ کارکوونکي وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپيان دي.

هغه ويلي دي چې په دغه کيمپ کې ۴۰۰ تنه بهرنيان هم ميشت دي چې د بريد پرمهال د پوليسو له لوري خوندي سيمو ته لېږدول شوي دي.
دوی ويلي دي چې ياد بريد نن سهار پنځه بجې پای ته ورسېده.

طالبانو تر اوسه په دغه برید کې د تلفاتو کره ارقام نه دي په ډاګه کړي خو ويلي يې دي چې په ياد بريد کې لسګونه بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x