افغانستان

لاريونوال: «ګرين ويليج» دې له دې ځايه لرې کړل شي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): تيره شپه د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د بهرنیو ځواکونو په يو استوګنځي بريد وشو چې په نتيجه کې يې لسګونه بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته او اوس د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه مرکز دې له دې ځايه لرې کړل شي.

د سيمې سلګونه اوسېدونکي د ګرين ويليج مخې ته راټول شوي دي او وايي چې د بهرنيو ځواکونو دا مرکز دې له دې ځايه لرې کړل شي ځکه چې د دوی ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي چې د چاودنو او بريدونو د ويرې سربيره دغه مرکز دوی ته په ورځني ژوند کې ډېر مشکلات پيدا کړي دي چې نور ورته د زغملو نه دی.

لاريون کوونکو چې د بهرنيو ځواکونو او حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول ويلي دي چې حکومت د ملکي وګړو په امنيت کې پاتې راغلی دی او اوس ملکي وګړي دوی د سپر په توګه کاروي.

دوی وايي چې تر دې وړاندې يې هم حکومت ته څو ځلې شکايت کړی دی چې ياد مرکز له دې ځایه لرې کړي خو په وينا يې چې تر اوسه يې حکومت غږ نه دی اورېدلی.

دغه استوګنځی چې د امريکايي عسکرو مهم او حساس مرکز ګڼل کيږي په کې شاوخوا ۴۰۰ تنه بهرنی عسکر اوسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
روح الله روحمل

خوندور برید وو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x