ورزش

راتلونکې پنجشنبه د افغانستان او قطر لوبډلو ترمنځ فوټبال سیالۍ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د راتلونکي نړيوال جام غوراوي سیاليو په ترڅ کې د قطر لوبډلې پر وړاندې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ په دوحه کې مخامخ کیږي.

د ۲۰۲۲م فوټبال نړیوال جام او اسیایي جام غوراوي سیالۍ چې په قطر کې پېلیږي په لومړۍ ورځ افغان لوبډله د قطر کوربه لوبډلې سره د سپتمبر په پنځمه نېټه په جاسم بن حماد «السعد» لوبغالي کې مخامخ کیږي.

د یادو سیالیو لپاره د ټکټونو خرڅلاو لړۍ هم نن د سه شنبې په ورځ پېلیږي، د راپورونو پر اساس چې مینوال به ټکټونه د جاسم بن حماد په «السعد» لوبغالي کې د منځنی دروازې څخه د قطر پر وخت د مازیګر له ۴ بجو څخه تر ۹ بجو پورې ترلاسه کولای شي، همدغه ډول به د سیالۍ په ورځ له لوبې ۲ ساعته وړاندې هم ټکټونه پلور کیږي.

ټکټونه په درې برخو ویشل شوي دي، په لومړۍ برخه کې چې VIP ځای دی د یوه ټکټ بیه ۵۰ قطري ریاله ده، دویمه برخه چې مخامخ مینځ ځای ناستی دی د یوه ټکټ بیه ۲۰ قطري ریاله ده، همدا ډول د ګولونو شاته ځای چې دریمه برخه ده ۱۰ قطري ریاله بیه ولري.

د قطر او افغانستان لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د قطر پر وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجې چې د افغانستان پر وخت ۹:۰۰ بجو سره سمون خوري پېل شي.

د همدې سیالیو په ترڅ کې به افغان لوبډله دویمه لوبه د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د سپتمبر په لسمې نیټه او د عمان لوبډلې سره د اکتوبر په لسمې نیټه ترسره کوي.

ملي لوبډله د یادو سیالیو په موخه د قطر هېواد دوحه ښار ته رسیدلې او هلته یې په یوه ځایي لوبغالي کې تمرینا پېل کړي دي.Image may contain: one or more people, people playing sport and outdoor

په دغه سیالیو کې به د افغان لوبډلې مشر روزونکی یا منیجر انوش دستګیر وي او د لوبډلې مشري به فرشاد نوري پرمخ وړي چې نور لوبغاړي په لاندې ډول دي:

ګول کیپر: اویس عزیزي، فیصل حمیدي او احمد هلال حسیني

دفاعي لوبغاړي: میلاد انتظار، حسن امین، ذوالفقار نظري، هارون امیري، فرزاد عطایي، هوشنګ نور علي، شریف محمد او عبد النجم حیدري.

منځني او حمله کونکي لوبغاړي: فرشاد نور «لوبډلمشر»، عمران حیدري، نور الله امیري، ادم نجم، یار محمد زکرخیل، امید پوپلزی، اباسین علیخېل، نعیم رحیمي، فیصل شایسته، نور حسین، جبار شارزا او زبیر امیري.

No photo description available.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x