افغانستان

ارګ: اجازه نه ورکوو د سولې نیمګړې پروسه د افغانستان د خلګو ګټې تهدید کړي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالب او امریکايي استازو تر منځ نهم پړاو خبرې پای ته رسېدلي او د افغانستان دسولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» کابل ته د سولې د توافقنامې له احتمالي متن سره یو ځای راغلی؛ ارګ وايي، د سولې پروسه نمیګړې ده او نه پرېږدي په دې پروسه کې د افغانستان ګټې زیانمنې شي.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقيِ» چې په کابل کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل « د افغان سولې په پروسه کې د حکومت دریځ واضح دی، موږ نه پرېږدو د سولې یوه نیمګړې پروسه د افغانستان د خلګو ګټې په خطر کې واچوي».

صدیقي زیاته کړه « د امریکا له لوري له طالبانو سره د کېدونکې توافقنامې متن تر غور لاندې دی او په دې برخه کې به موږ خپل نظر د امریکا له متحده ایالاتو سره شریک کړو».

د صدیقي په قول، متحده ایالاتو له افغانستان سره د ټاکنو په برخه کې مرسته کړې او ټاکنې به په خپل وخت ترسره کېږي.

ګډ حکومت داسې مهال  د سولې پروسه نیمګړې بولي، چې طالبان او امریکا دواړه یوه توافق ته رسېدلي او د خلیلزاد په قول، که چېرې توافقنامه لاسلیک شي په څلور نیمو میاشتو کې دننه به امریکايي عسکر پنځه نظامي اډې تخلیه کوي.

خلیلزاد ددې تر څنګ یاده کړې وه، چې سوله تر ټاکنو ورته اړینه ده او دا به غوره نه وي، چې ټاکنې د سولې مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

نو لدی داسی معلومیږ چی طالبانو د سولی بحث او پړاونه دومره اوږده کړل لکه څنګه چی خلک په اول کی ګلبدین ته خوشحالول چی هله سبا راځی په لغمان ښکاره کیږی بیا به یی ویل کنړ کی ښکاره کیږی، بیا به ویل جلال آباد کی ده چی پدی خبرو سره هغه شوق او علاقه چی د ګلبدین له راتګ او دهغه د سولی سره وو په وخت دی راتګ کی خلکو دومره خوشبینه نه ښکاریدل. نو زما په نظر له لومړی پړاو نه نیولی تر اوسه پوری د خبرو غځیدل خلکو علاقه سولی ته دومره بی معنا شوی لکه… نور لوستل »

غوربندي

نوري صاحب تاسو هر خبر دوه ځله لولی تر څو ګونګ مسايل درته روښانه شي

مجاهد

غوربندی صاحب !
عبدالله ، اجمل ، غمی ، نوری او داسی نور ټول د یوه ځدران نومونه دی. کوم چه د هالیند په امستردام کی دایمی هستوګنه او رسنیو کی کمیشن کاری کوی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x