افغانستان

مودي په روسیه کې له روسي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو غږېږي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د هند لومړی وزیر «نریندرا مودي» په روانه اونۍ کې روسیې ته سفر کوي او هلته د نورو موضوعاتو تر څنګ له روسي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو هم خبرې کوي.

روسیې  ته د نریندرا مودي د سفر خبر د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر «ویجي ګوهال» ورکړی، ګوهال چې تېره ورځ یې له رسنیو سره خبرې کولې وویل « تمه ده په روانه اونۍ کې لومړی وزیر روسیې ته ولاړ شي او هلته د سیمې او نړۍ د نورو موضوعاتو تر څنګ د روسیې له ولسمشر سره د افغان سولې په تړاو هم خبرې وکړي».

نوموړي زیاته کړه « هند د افغان سولې له روانې پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دی، موږ د سولې له هغې پروسې ځانګړی ملاتړ کوو، چې د کابل حکومت په رهبرۍ مخ په وړاندې یووړل شي».

د ګوهال په خبره، هیواد یې په دې موخه چې له افغانستان او سیمې څخه تروریزم ورک شي له افغانستان سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

د هند لومړی وزیر داسې مهال د افغان سولې په تړاو له روسي ولسمشر سره ویني، چې د طالبانو او امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي او دواړه لوري په ګڼو موضوعاتو توافق ته رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

که د تاسی په یاد څه موده مخکی ښاغلی کرزی هم هند ته سفر کړی وو او همدارنګه د ترکیی ریس جمهور هم طیب اردوغان هم روسیی ته تللی وو، داسی ښکاری چی هند او پاکستان دا ځل په قوی توان یو د بل سره خپله نظامی جنګ شروع کوی چی پدی که به د روسیی رغنده مرسته له هند سره وی، لدی مخکی د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلی وو چی لدی وروسته باید هند، ترکیه، روسیه او پاکستان لپاره مبارزه وکړی چی ددی خبری اصلی هدف داعش ده که نړیوال دریم جنګ ته زمینه برابرول دی خو وخت به… نور لوستل »

گل محمد نوری

څه موده مخکی د ترکیی ولسمشر طیب اردغان او ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم ایران ته لاړ او داسی ښکاری چی بیا هم ځی، څه موده مخکی کرزی هند ته سفر کړی وو، دا ټولی خبری او قیصی یو ډول ډیزاین شوی پروسه ده ځکه مخکی ټرامپ ویلو وو لدی وروسته باید هند، پاکستان، ترکیه او روسیه د تروریزم په ضد مشترکآ خپل مسولیت ادا کړی چی داسی امکان ولری چی ایران ددی پخاطر چی له پاکستان د داعش د خطر احساس کوی او همدارنګه هند کچیری د کشمیر په موضوع کی له پاکستان سره لاس او… نور لوستل »

اجمل

اوس عمران خان دا خبری وکړی چی پاکستان جنګ نه بلکه د کشمیر مساله د خببرو له لاری حل کول غواړی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x