ډیر خوب مه کوئ.. دغه پایلې لري!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): ایا پوهیږئ چې زیات خوب کول ستاسې د خوب د ګډوډئ نښه ده، یوازې دا نه بلکې زیات خوب مو په نفسي روغتیا ژور اغیز کوي او د خپګان په څېر مو په یو شمېر ناروغیو اخته کوي.

پوهان په عام ډول د شپې له شپږو څخه تر اتو ساعتونو د خوب سپارښتنه کوي، خو له دې زیات خوب کول په ویښیدلو او د کټ څخه په پاڅېدلو کې انسان ته ستونزې رامنځته کوي.

همدغه ډول زیات خوب مو په نیمه سردردۍ اخته کوي او د رڼا سره مو حساسیت پیدا کوي.

هغه کسان چې زیات خوب کوي په لاندې ناروغیو اخته کیدلای شي:

سر دردي: د زیات خوب څخه رامنځته کېدونکې سر دردي په اعصابو ژور اغیز کوي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د ورځې په اوږدو کې ډیر خوب کوي ددوی د شپې خوب خرابیږي او د سهار پر مهال یې سر دردي کوي.

د ملا دردونه: ډیر خوب کونکي د ملا دردونو څخه هم کړیږي، پوهان وایي چې زیاته موده ملاسته په ملا کې د اوږدمهالي دردونو لامل کیږي.

دماغي فعالیت: زیات خوب د نورو ستونزو سربېره پر دماغي فعالیت یا حافظه او د ادراک په ماده هم ژور اغیز کوي.

د پورتنیو ستونزو سربېره زیات خوب په نفسي روغتیا هم اغیز کوي، د بیلګې په ډول زیات خوب کونکی انسان همیشه له خپګان سره مخ وي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د نوي بالغ شویو په عمر کې وي.

له بل پلوه ښځې د سړیو په پرتله د زیات خوب څخه د ورځې په اوږدو کې د سختې ستړیا احساس کوي، او د خپګان ستونزه ورته هم پیدا کیږي.

د یادونې ده چې د شپې مناسب خوب سربېره د ورځې د غرمې پرمهال قیلوله چې له ۲۰ دقیقو څخه تر ۴۰ دقیقو وخت دی، تر ټولو غوره ده، په دې سره به نفسي او بدن روغتیا سالمه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د