افغانستان

خیرالله خیرخواه: افغانانو ته به د سولې او امن فضا جوړوو/ ویډيو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د قطر دفتر غړی او له امریکايي لوري سره د طالب مرکچي پلاوي ګډونوال «خیرالله خیرخواه» وایي، افغانانو د خپلو قربانیو په مټ امریکا ماته کړې او دا اوس د افغان ځوانانو مسئولیت دی، چې ګټل شوې ازادي په پښو ودروي.

خیرخواه چې د افغانستان دسلمې کلیزې په مناسبت رابلل شوې غونډې ته یې وینا کوله، وویل « افغانانو د خپلو قربانیو په برکت امریکا ماته کړې، د ازادۍ هدف امن او سوکالي او په خپل هیواد کې د ارامې او ښه ژوند دی او دا اوس د افغان ځوانانو مسئولیت دی چې ګټل شوې ازادي په پښو ودروي».

نوموړي زیاته کړه « مونږ ته سخته مرحله را روانه ده، خلک د لاسته راوړونو خبره کوي، مونږ هغو خرابیو او بربادیو ته اندېښمن یو چې په تیرو کلونو کې افغانستان ته راغلي».

د خیرخواه په خبره، دا مني چې د اسلامي امارت د حکومت په مهال ځینې غلطۍ شوې وې، چې دا ځل به یې اصلاح او د بیا پېښېدلو د مخنیوي هڅه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

ملا خیر خوا او ملا برادر او نور لوړ پوړی طالب چارواکی مخکی له مخکی باید دا ډول څرګندونی او خبری ونکړی ځکه داسی نه وی چی پنجاب لکه د ملا بورجان په څیر کوم دام درته نه وی ایښی چی بیا به د نن ټکی آسیا په ډول سایت د تاسو د وژل کیدو علت نشی بیانولی مګر چی وخت تیر شی بیا به یی ملګری وایی چی ملابرجان نجیب الله ته ښه ژوند غوښت او هغه په اړه یی نظر د هغه ادام نه وو چی پنجاب بیا ملا بور جان د سروبی او کابل ترمینځ په فاصله… نور لوستل »

غوربندي

شهيد ملابورجان رحمه الله د خلقيانو له سوګواری بيزاره دی،،، هغه هم که کابل ته ژوندی ننوتلای واي نو د خاين نجيب چارماري ته به يې کړنديتوب بښلی وای. د پنحاب مخلصين خو د تير جهاد تنظيمونه هم وو،،، هغوی ته چې د کابل په ورانولو شرم ونه دريد نو د نجيب وژل خو هيڅ خبره هم نه وه،،، په بل عبارت که خاين نجيب پنحاب ته مطلوب وای نو د رباني او احمدشاه مسعود په واسطه به يې اعدام کړی وو،،، البته له خاينو جهادي رهبرانو څخه د وولس هيله همدا وه چې خاين او جنايتکار نجيب او لارويان… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ په خیر،
خیر خواه صاحب ته،
طالیبانو پخوانی حکومت کی د دنیا ټول مغروران،بادمعاشان.لکه القاعده،لشکر طیبه ……او داسی نور.په افغانستان کی ګر ځیدل.
نتیجه کی یی له افغانستان څخه په امریکا بریدونه وکړل،نیویارک تورونه یی لوخړه کړل.
افغانان یی په غذاب کاکړ کړل چه تر اوسه هم دوام لری،
سوله او امن فضا مو چه غوښتلی نو بیګاه مو په کابل ولی قیامت راووست؟
بلکه په ټولو ولایتونو کی جنګونو زور اخیستی،
هسی نه چه افغانان د سوله او امن فضا په پلمه یو ځل بیا۱۹۹۲ کال ته ورټیله کړی.

مجاهد

هغوی چه د مجاهدینو خلاف ګډی ودی لیکی د دجال بندګان ( انسانی شیطانان ) یا اسفل سافلین ( تر ټولو ذلیله او شکته )دی او طالب مجاهدین اشرف لمخلوقات ( تر ملایکو هم پورته ) دی .

عبدالله

خیر خواه صاحب خوشبینه دی او خوشبینی شه هم ده خو پام چی د پاکستان په قول ونه کی، روابط ولری خو چی استعمال مو نه کری.خبره یی دملت ده، باور وکه خیر خواه صاحب چی ملت سخت نفرت د طالب خخه کوی داسی نه چی ددولت خخه شه وری او د امریکی غلامی منی بلکی ستاسو په شمول د تولو خخه اوس نفرت کوی، زکه طالبانو دیر ظلمونه وکرل. خیر خواه صاحب! د هغه سو نفرو چی ستا پر شاوخوا راتول دی او راپور درکوی چی ملت مو مل دی باور وکی درواغ وایی. ستاسو په صففو کی تور… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x