نړۍ

پومپيو د افغانستان سولې او امنيت په اړه له ناټو چارواکو سره غږيږي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په موضوع ځانګړې ناسته لري.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، پومپيو د افغانستان سولې او امنيت په اړه د بحث لپاره بروکسل ته روان شوی دی.

امریکايي رسنيو ليکلي، مايک پومپيو به د ناټو غړو هېوادونو له چارواکو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو وروستيو پرمختګونو او افغانستان امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړي.

د امریکا سياسي او نظامي چارواکي له تېرې اوږدې مودې راهيسې د افغانستان په موضوع کې ډېر فعال ښکاري او د بحثونو لومړيتوب يې تر ډېره د افغانستان موضوع ده.

مايک پومپيو څو ورځې وړاندې هم ويلي و، د افغانستان لپاره په داسې يوه هوکړه کار کوي، چې امریکايي پوځيان له افغانستانه وباسي او راتلونکي وخت کې د افغانستان خاوره د امریکا او متحدينو پر ضد ونه کارول شي.

نوموړی په داسې حال کې بروکسل ته روان شوی، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ په کابل کې رسنيو ته وويل، چې طالبانو سره په اصولو کې هوکړې ته رسيدلي او د هوکړې مسوده هم چمتو شوې ده.

خلیلزاد له طالبانو سره نهه مياشتني مذاکرات د امریکا او افغانستان په ګټه بللي او زياته کړې يې ده، چې د هوکړې له اعلانېدو وروسته به امریکا له پنځو اډو خپل پوځيان په ۱۳۵ ورځو کې وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بخت محمد هوتک

نن تکی آسیا یوه متعبره رسانه ده چی حقیقت بیان کوی

جميل

دا يوازی د ارګ غلام دولت ندی چی د مذاکراتو ليری پاته سوی ، اروپا او ناټو هم ندی خبر چی د بايلونکی امريکی او ګټونکو طالبانو تر منځ څه پريکړه سوی ، پمپيو يی خبروی ، لکه خليلزاد چی يی غلام دولت ته ورښکاره کوی خو ورکوی يی نه . بياهم آفرين طالبانو ، امريکا به کله هم د داسی کلک مذاکراتی ټيم سره نه وه مخامخ سوی چی په قوی وزن دی ورسره وږغيږی ، دا د طالبانو کرامو د کلک ايمان او د ظاهری رعب تاثير دی چی کفار يی بيرولی ، کنه طالب نو څه لری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x