ورزش

له ډيرو خواريو وروسته هم نيمار په پاريس لوبډله کې پاتې شو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸): د پاريس سان جرمانې لوبډلې تکړه لوبغاړی «نيمار» د اوړي فوټبال انتقاليدو لړۍ څخه په داسې حال کې پر خپل ځای پاتې شو چی نه يې غوښتل په خپله لوبډله کې لوبو ته دوام ورکړي.

نيمار چې په ۲۰۱۷م کال کې له برسلونا لوبډلې څخه په تاريخي بيه «۲۲۲» مليونه يورو پاريس لوبډلې ته انتقال شو، يو وار بيا غوښتل خپلې زړې لوبډلې ته ستون شي.

په دې لړ کې برسلونا لوبډلې د نيمار رانيولو لپاره پاريس لوبډلې ته بېلا بېل وړانديزونه وکړل خو ټول د پاريس لخوا رد کړل شول. ويل کيږي چې نيمار به د ژمي او يا هم راتلونکي کال اوړي انتقاليدو لړۍ کې برسلونا ته انتقال شي.

برسلونا غوښتل په خپلو وړانديزونو کې د يوې برخې نغدي پيسو ترڅنګ لوبغاړي هم شامل کړي خو پاريس لوبډلې د نغدي پيسو او يا هغه لوبغاړي چې برسلونا يې له لاسه ورکول نه غوښتل وړانديز کاوه.

بالاخره د سپتمبر مياشتې په دويمه نېټه د فوټبال انتقاليدو لړۍ پای ته ورسيده او وړاندې له دې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ تړون لاسليک شي نيمار به خپله لوبډله کې سياليو ته دوام ورکوي.

نيمار ددې لپاره چې برسلونا ته به هرو مرو انتقاليږي تر دې دمه د خپلې لوبډلې لومړيو درې سياليو کې ګډون هم نه دی کړی، خو له دې وروسته به يو وار بيا له پخوانيو لوبغاړو سره يوځای شي.

د نيمار او پاريس فوټبال چارواکو ترمنځ اختلاف ددې لامل شوی و چې نيمار په زغرده ويلي وو چې غواړي خپلې پخوانۍ لوبډلې ته ستون شي کومه يې چې بايد بيخي پريښې نه وای.

د برسلونا لوبډلې مشهور ستوري ليونل میسي هم په دې لړ کې په خپلې لوبډلې زور راوستی و ترڅو په هره بيه نيمار خپل کړي، خو بيا يې هم لوبډله د اقتصادي ستونزو له کبله په ياد تړون سر ته رسولو ونه توانېدله.

نيمار به اوسمهال د خپلې لوبډلې «پاريس سان جرمان» سره په فرانسوي ليګ کې په داسې حال کې ګډون کوي چې په ذهن کې به يې د ژمي او يا هم راتلونکي کال د انتقاليدو سوچ او فکر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x