پېښور: د حیات اباد په نښته کې 3 وسله وال او یو پولیس ووژل شو
نن ټکی آسیا: د راپور له مخي نن د پيښور ښار د حیات په سیمه کې نامعلومو وسله والو د پولیسو پر یوې ګزمې باندي د کمین په ترڅ کې برید وکړ، د پولیسو په وینا په دغه نښته کې درې تنه وسله وال او یو پولیس ووژل شو.
د پولیسو یو تن افسر ( شفیع الله ) ویلي چې په دغه پيشه کې پنځو وسله والو برخه اخیستې وه، چې درې یې ووژل شوه، او دوه تنه په تیښته بریالي سوه.
شفیع الله زیاته کړې چې د پيښي د ځایه څخه پولیسو ته دوه میله کلاشنکوفونه، 5 لاسي بمونه، او دوه توفنګچې په لاس ورغلي.