ورزش

په نړيواله درجه بندۍ کې سټيو سميت له ويرات کوهلي څخه لومړی مقام خپل کړ

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د استراليا لوبډلې غوره لوبغاړي سټيو سميت د کرېکټ نړيوالې شورا په ټيسټ نړيواله درجه بندۍ کې له ويرات کوهلي څخه لومړی مقام خپل کړ.

سټيو سميت چی د ۲۰۱۵م ديسمبر مياشتې څخه يې لومړی مقام خپل کړی و په ۲۰۱۸م کال کې د درغلۍ په تور له لومړي مقام سره بشپړ يو کال له سياليو بهر شو، له راستنېدو سره سم يې يوازې په دوه سياليو ترسره کولو سره هندی ويرات کوهلي شاته کړ.

ويرات کوهلي له يوه اړخه د ويسټ انډيز پر وړاندې د لوبډلمشر په حيث پرلپسې دوه سيالۍ وګټلې خو د پام وړ توپوهنه يې ونکړه، نوموړی لومړی هندی لوبغاړی شو چې د لوبډلمشر په حيث يې هند ته زياتې برياوې خپلې کړي دي.

سټيو سميت په لومړۍ سيالۍ کې پرلپسې دوه سليزې او په دويمه لوبه کې ۹۲ منډې جوړې کړې، خو بدبختانه په سر د لګېدنې له کبله دويمې پاڼۍ کې توپوهنې ته ښکته نشو او له دريمې سيالۍ بهر شو، نوموړی به په څلورمه سيالۍ کې چې د انګلستان پر وړاندې د چهارشنبې په ورځ پېل کيږي يو وار بيا شامل شي.

اوس د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا په خپاره شوې نړيواله درجه بندۍ کې ويرات کوهلي وروسته او ځای يې سټيو سميت ونيوه. سميت په اوسني وخت کې د ټيسټ تر ټولو زيات ۶۳.۲۴ اوسط لري، چې د ټيسټ په تاريخ کې دويم غوره اوسط ګڼل کيږي.

د يادونې ده چې د کرېکټ نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې سميت ۹۰۴ خو ويرات کوهلي ۹۰۳ پواينټونه لري. همدا ډول په توپ اچونه کې هندی جاسپريټ بومرا او ويسټ انډيزی جیسن هولډر په لومړيو پنځو غوره لوبغاړو کې شامل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x