افغانستان

طالبانو هغه ماین اېښودونکی نیولی، چې په مسافر وړونکي بس یې چاودنه کړې وه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، هغه ماین اېښودونکی یې نیولی، چې ماین یې په یوه ۴۰۴ ډوله موټر انفجار کړی وو او ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي «لکه څرنګه چې په ۱۴۴۰/۱۱/۲۶ نیټه د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ د آب خورما سیمه کې د هرات کندهار په لویه لار په ۴۰۴ مسافربري بس موټر باندې چې د هرات څخه یې کندهارته سفر درلود د ماین چاودنه رامنځ ته شوه، چې په نتجه کې یې ۲۵ ملکي هېوادوال شهیدان او ۳۵ زخمیان شول».

خبرپاڼه وړاندې زیاتوی «تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو  کمیسیون لخوا په عاجل ډول د برسۍ په موخه سیمې ته هیئت واستول شو ترڅو حقیقت معلوم او د حادثې پلټنه او تحقیق وکړي،  د یاد کمیسیون د هلوځلو په نتیجه کې د ماین کیښودلو اصلي عامل مشخص او ونیول شو اوتیره ورځ شرعي محکمي ته وسپارل شو.»\

یاده دې وي، چې د هیواد په اکثریت ولایتونو کې د ماینونو په چاودنو کې اوښتي تلفات طالبانو ته منسوبېږي؛ خو طالبانو په بیا، بیا څرګنده کړې، چې تر خپله وسه د ملکي تلفاتو له رامنځته کېدلو ځان ساتي او په همدې موخه یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره تشکیل کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساهل

دا به لومړی ځل وې چې یو تالب به په شرعي حکم محکمه کیږې کنه پخوا خو شریعت یوازې د بل چا دپاره وو، په دا تیرو شلو کالو کې نه کوم تالب جرم وکړ او نه رسوا شو او نه هم محکمه

جميل

ساهل خانه!تاسوته چا وويل چی دا ماين طالب ايښی و ، دا ټوله د بلک واټر او د هغو د مزدورانو کار دی .

Karwan

ساهل خانه، نه مي غوښتل چه داسي وليکم، اما مجبور دي کړم، ” ډير احمق” انسان ئي. ته نه پوهيږي، چه دداسي تخريبکارويو شاته دکابل دبيدينه اداري دالري غلامان او دامريکا بلک واټر ولاړدي، تر ځو په داسي کړنو طالبان بدنام کړي. ولي د دا داسي ژر قبوله کړه، چه ګويا دا کار طالب کړي دي. طالب چه کوم کار کوي نو بيا یي مني هم او خصوصآ کوم کار چه سهون شوي وي. هر ځه پر طالبانو مه وراچوي، لويه ګناه ده او هم دطالبانو د نهضت سره ستره جفأ ده. کاروان

Karwan

دنن ټکي اسيا د محترمو چلونکو نه په درناوي هيله لرم چه زما ځو کرښي ليکنه ساهل خان ته ړنګه شوي ده، بيرته ئي نشر کړي، تر ځو دغه ظاليمان خپل حدود وپيژني. په ډير درنښت. کاروان

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x