طالبانو د بلخ زارع ولسوالۍ نيولې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي چې د بلخ ولايت زارع ولسوالۍ مرکز او امنيه قومندانۍ يې نيولي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د زارع ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او ټول ملحقات يې په بشپړه توګه نيولي او ګڼو عسکرو او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړی زياتوي چې په دې بريدونو کې يې ګڼ شمير وسلې او مهمات هم نيولي دي.

همدا راز ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د بلخ ولايت د کلدارې ولسوالۍ په اريق باش سيمه کې يې هم د امنيتي ځواکونو په پوسته بردی کړی دی او پوسته يې سقوط کړې ده.

نوموړی زياتوي چې په پوستې بريد کې يې پنځه عسکر وژلي او درې نور ټپیان کړي دي او همدا راز وسلې او مهمات يې نيولي دي.

بل لور ته د بلخ ولايت چارواکي وايي چې له تيرې شپې راهيسې په دې ولسوالۍ د طالبانو بريدونه روان دي او اوس هم ورسره امنيتي سرتيري په جګړه بوخت دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په دولتي اهدافو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې په نتيجه کې يې ګڼ شمير سرتيرو ته مرګ ژوبله اوړي او سيمې له لاسه ورکوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

الحمدلله

انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

سلامونه، نجیب وخت کی هم د سوله خبری روانی وی ،او هم مجاهدینو په افغانانو قیامت جوړ وه، ولسوالی ولایتونو نیول ،تباه کول،په بمونو الوزول.کباړ کول وه. اوس هم هماغه سیاست د پاکستان روان دی،بمونو،جنګونو دومره زور اخیستی چه ولس حیران دی . د دی بمونو.ځانمرګیو.ولسوالی نیولو علامی داسی دی چه،بهرنی استخبارت ایی،ایس،ایی پاکستان ،افغانستان یو ځل بیا ۱۹۹۲ کال په طرف راوان کړی دی، کنه امریکا .او طالیبان د سوله په درشل کی دی.نو د دی جنګونو څه ضرورت؟. معلومه خبره ده، چه خبره د طالیبانو په لاس کی نه ده،طالیبان قتل نه غواړی،خو خبره د دوی له لاسه… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

مصر من الله و فتح القریب . بختور منګل ( ځدران ) صاحب ! که کمیشن کاری هم کوی یو څه ناڅه منطقی دلایل ورسره لیکه. ستاسی کمیشن کاری دروازی په تړلو دی د ډالرو بهیر بندیږی، امریکایان د روسانو او غنی د نجیب د برخه لیک سره مخ شوی، دا د خپلواکی یا د حق او باطل جنګ وو، ملت د مجاهدینو ملاتړ کوی خپلواکی ورکول کیږی نه، اخستل کیږی او خپلواکی مفته هم نه وی بیه ( تلفات او خسارات ) لری. مجاهدین هڅی لری چه ډیر ژر هیواد له ناپاکیو پاک کړی یعنی غلامه اداره د ملت… نور لوستل »

ساهل
میلمه
ساهل

پر افغانانو برید کول داسې دې لکه طالب چې د ## ### ځان چاودنه کوې، جهاد مهاد پاته ده د ##

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا سمه ده چه پشتو او فارسی د ځینو لغاتو سره ځینی لغاتو سره هغه لغت ته په وزن کیالحمدالله ورته مګر بی معنی یوه ضمیمه ځینی خلک ملګری کوی لکه چه وایی [ کاروبار ) یا درد مرد ، ګپ شپ اوداسی نور . چه دوهم ضمیمه لغت ورسره کومه معنی نه لری که یی ولری هم له هغه لغت سره ورته والی نه لری مګر د سپیڅلو لغاتو سره هم کیدلی شی یو څه وویل شی مګر د سپیڅلو لغاتو د وزن کموالی پکی راځی ګناه ده یعنی په کم نظر ورته کتل کیږی لکه د ساهل په… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

الحمدلله هری لوری فتحی دی
الهی خپلو زمريانو ته تر پايه فتحی ورکړی