‏د امریکا او طالبانو د هوکړې مسوده نن ډونلډ ټرمپ ته وړاندې کيږي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا او طالبانو ترمنځ له نهو مياشتو بحثونو او چنې وهلو وروسته د هوکړې مسوده چمتو شوې ده او د راپورونو له مخې دغه مسوده به نن د امریکا پر وخت ماسپښين ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته وړاندې شي.

امریکايي رسنۍ د سپينې  ماڼۍ د سرچينو په حواله وايي، د دفاع وزير مارک ايسپر به هم نن په سپينې ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره د افغانستان په موضوع وګوري.

امریکا به د دې هوکړې پر اساس په لومړۍ مرحله کې د افغانستان له پنځو پوځي اډو خپل پنځه زره عسکر په پنځو مياشتو کې وباسي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ په کابل رسنيو ته ويلي و، ولسمشر ټرمپ به د هوکړې مسوده وګوري او د ده په باور ټرمپ به په دې هوکړه کې ډېره لاسوهنه ونه کړي او تاييد به يې کړي.

د سپينې ماڼۍ سرچينې وايي، د ټرمپ له تاييد وروسته به د امریکا او طالبانو هوکړه نهايي شي او هغه به يې د لاسلیک نېټه او ځای هم اعلان کړي.

روسيې او چين په دغه هوکړې کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ضامن په توګه د رول اداو لپاره تياری ښودلی دی.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې مسوده به ښايي د قطر پلازمېنې دوحه کې اعلان شي، چې د روسيې، چين او ملګرو ملتونو سربېره د نړيوالو رسنيو استازي به هم ورته راوبلل شي.

د مسودې اساسي موضوع د ټولو بهرنيو پوځيانو وتل او په راتلونکي وخت کې د افغانستان خاوره د امریکا او متحدينو پر ضد نه کارول دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

د پاکستان ډیلی ټایمز ورځپاڼی د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو له قوله لیکلی چی طالبانو د سولی د متن مسوده یی د په پاکستان کی د طالبانو د کوټی شورا ته لیږلی مګر بل طرفه ته خلیلزاد بیا اشرف غنی ته مسوده نده ورکړی بلکه تنها د لیدلو لپاره یی ورښودلی ده چی کله افغانان وایی چی د سولی کیلی د پاکستان په لاس کی ده او ټول طالبان په پاکستان دی بیا ټول وایی چی دا خبره غلطه ده نو اوس به څوک له پاکستانی ډیلی ټایمز ورځپاڼی پوښتنه وکړی چی دروغ وایی. که رښتیا وایی نو بیا… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا د پنجاب او د کوئټی خيالی سرناوی نوری زړی شوی کفارو او منافقينو ته يی هيڅ ګټه ونکړه ، اوس د چين ، روسيی ، ايران او د نورو سرناوی وږغوی .