نظــر

جلال الدين (حقاني) د منبر او سنګر امام او د پېړۍ مجدد رهبر

عبدالرحیم(ثاقب) لیکوال اوسیاسي شنونکی

افغانستان د تاریخي شخصیتونو ټاټوبی دی.

دلته د تاریخ په هر مقطع کې یوشخصیت سر را پورته کړی ، اتلوالې کارنامې یې تر سره کړې او د هغو په وسیله یې په تاریخ کې خپل مقام تر لاسه کړی.

د افغانستان تاریخ د علمي، ادبي، او جهادي اتلانو په کارنامو ډک دی.

د افغاني شخصیتونو او اتلانو لړۍ له اوسني افغانستان ، او پروني خراسانه زرګونه کلونه وړاندې له لرغوني آریانا څخه پیل شوې او تر اوسه دوام لري.

که د اسلام د مقدس له ظهوره را په دې خوا د دین په خپراوي کې د افغان علمي او جهادي اتلانو کارنامو ته وکتل شي له شکه پرته چې ډیر دروند وزن لري.

افغانستان ته د اسلام د مبارک دین له را رسیدو سره سم دلته د اسلامي اتلانو او علمي شخصیتونو لړۍ له جلیل القدر صحابي حضرت سفینه مولی رسوالله صلی الله علیه وسلم څخه شروع ، تر امام الشام في الحدیث مکحول شامي ، ابوداود السجستاني ، ابن حبان البُستي، سلطان محمود غزنوي ، شهاب الدین غوري ، احمد شاه ابدالی پوری رسیدلې ده.

الحاج مولوي جلال الدین (حقاني) رحمه الله د افغاني اتلانو د سلسلې وروستۍ کړۍ ده چې په خپلو تاریخي ، علمي او جهادي کارنامو سره یې د افغاني تاریخ په زړه کې خاص ځای نیولی دی.

نن ورځ د دې تاریخي شخصیت د وفات لومړی تلین دی مونږ غواړو په دې مناسبت د ستر (حقاني) د جهادي، علمي ، فکري او مبارزاتي مشخصاتو په اړه له درنو لوستونکو سره بحث و لرو.

د جهادي نهضت نوښتګر سرخېل:

مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله له هغو كم ساريو شخصيتونو څخه دی چې د اسلامي اُمت د تخدیر شوي نسل د جهادي روحیې په راویښولو، پاللو او بیا هغوی د خدای په لاره کې جهاد ته چمتو کولو کې یې ځانګړی مهارت درلود.

دغه ډول شخصیتونه د خپلو جهادي مواهبو او ابتکاراتو له امله په اُمت کې ځانګړی مقام او ارزښت لري، ځکه هغوی د اسلامي ټولنې هغه اتلان دي چې د خپلو جهادي کارنامو او فعالیتونو له وجې ټولو مسلمانانو ته د ویاړ لامل ګرځېدلي دي.

دغه ډول شخصیتونو له خیر القرونه نیولې تر اوسه پورې د تاریخ په بېلابېلو مراحلو کې وجود لرلى او په خپلو تاریخي کارنامو سره یې په خاصو تاریخي پړاوونو کې، اسلام او مسلمانانو ته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي.

مثلا مجتهدینو کرامو د علم، فقاهت، استنباط او استخراج په مسائلو کې فعال اجتهادي رول لرلى دى.

مفسرینو د قران کریم د تفسیر په مجال کې جُهد کړی او مسلمانانو ته یې د کتاب الله په تفهیم او تفسیر کې د قدر وړ خدمتونه کړي، محدثینو کرامو د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د احادیثو په ترتیب، تخریج او د هغوی لپاره د علمي قواعدو په ایجادولو کې زیار کړی چې له امله یې موږ د اصلي او موضوعي حدیث او همدا راز صحیح او ضعیف حدیث تر منځ توپیر کولى شو.
همدا راز نحوي او صرفي علماوو، اهل بلاغت او ادب، د طب، اقتصاد او سیاست فاضلانو په خپل عصر او ځای کې فعالیت کړی او انسانیت ته یې ګټې رسولي.

په یوه تاریخي مقطع کې یو تاریخ ساز شخصیت:

مرحوم جلال الدین حقاني د تاریخ په یوه خاص مقطع کې د اسلامي اُمت د اتلانو او مشاهیرو له جملې څخه د جهاد، مبارزې او دعوت په مجال کې تبارز کړی او په هغه کې یې د خپل اخلاص او فداکارۍ په مټ د ارتقاء مدارج طی کړي. هغه سره له دې چې یو جید عالم، ماهر سیاست پوه او ښه مبلغ و، خو د تخصص ساحه یې جهاد او له یرغلګرو سره د مقابلې محاذ و.

دا خپله د حقاني صاحب د خولې خبره ده چې (( کوم لذت ما په جهادي جبهو او له یرغلګرو سره د مقاومت په سنګرونو کې احساس کړی، د بیت الله شریف په طواف کې مې نه دی احساس کړی)).

نوموړی یوازینى جهادي مشر دى چې تر بل هر چا یې د خپلې کورنۍ ډیر غړي زامن، وروڼه، ورېرونه ، خوریونه او نور نېږدې خپلوان د خدای په لاره کې نذارانه کړي. داسې مشر چې نه یې له بیت الماله د عیش وعشرت په جوړولو کې استفاده کړې او نه یې هم جهادي امتیازات تر خپلو شخصي مصالحو قربان کړي دي.

د شخصیت روزلو فکري مکتب:

كه د حقاني صاحب شخصیت لږ په غور و ارزول شي، دا ترې فهمیږي چې «حقاني» یوازې د شخص نوم نه، بلکې د داسې یوې جهادي مدرسې او فکري مکتب نوم دی چې د جهاد، مبارزې او دعوت پلویانو ور څخه پخوا هم د یرغلګرو خلاف د جهاد او مبارزې الهام اخیستی او اوس يې هم ترې اخلي .

(حقاني) د جهاد او سرښندنې د قافلې هغه زیرك ساربان دى چې هم یې د دې ستونزمنې لارې ستړي لارویان له انحرافه ژغورلي او هم یې خپل منزل مقصود ته رسولي.

(حقاني) د جهادي حقانیت ریښتینى مظهر، د مقاومت اسطوره، د صبر، استقامت او ثبات بې ساري نمونه ده.
مولوي جلال الدین حقاني د خپلو جهادي تاریخي کارنامو له مخې د اسلامي اُمت تر وروستیو جهادي اکابرو سلطان صلاح الدین ایوبي او سلطان نورالدين زنكي را ورسته هغه جهادي قائد دی چې د جهادي فعالیتونو اغیز یې د افغانستان له جغرافيي بهر نورې اسلامي نړۍ ته هم رسیدلی دی.

د معاصر پير جهادي مجدد:

په معاصر جهادي پېر کې له شکه پرته چې (حقاني) صاحب جهادي مجدد ګڼل کیږي، ځکه که د اسلامي اُمت پخوانیو جهادي اکابرو د جهادي فتوحاتو په وسیله سیمې او هېوادونه فتح کړي، خو حقاني صاحب د معاصر دور د شروطو او امکاناتو مطابق جهادي تکتیکونه او له یرغلګرو کافرانو سره د مقاومت داسې حکیمانه اسلوب ایجاد کړی چې هر چا عملي کړی، هغوى خپل هدف ته رسېدلي او موفقیت یې په برخه شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ايمل خوږیانی

(حقاني) د جهادي حقانیت ریښتینى مظهر،د مقاومت اسطوره،د صبر،استقامت او ثبات بې ساري نمونه ده. مولوي جلال الدین حقاني د خپلو جهادي تاریخي کارنامو له مخې د اسلامي اُمت تر وروستیو جهادي اکابرو سلطان صلاح الدین ایوبي او سلطان نورالدين زنكي را ورسته هغه جهادي قائد دی چې د جهادي فعالیتونو اغیز یې د افغانستان له جغرافيي بهر نورې اسلامي نړۍ ته هم رسیدلی دی. ریښتیاهم چې حقاني صاحب د اسلامي نړۍ په تیره د افغانستان د جهادي قهرمانانو په جمله کې بی ساری شخصیت دی ، نوموړي په پوره معنی د الله د دین د حاکمیت په لار کې… نور لوستل »

محمود

محترم ثاقب صاحب!
د حقاني صاحب خپله حقیقي اوصاف او کارنامې دومره دي، چې د ده د صفت لپاره زموږ په دور کې بس نه بلکي تر حد زیاتي دي.
خو د اوس پیر د جهاد د مجدد د صفت حقدار په حقیقت کې ملا عمر مجاهد دی، ولي چې حقاني صاحب په خپله هم د ملا عمر تر قیادت لاندي ننی جهاد پیل کړی دی.
نو انزل الناس منازلهم تقاضا دا ده، چې د مجدد لقب د ملا عمر له عاجزانه شان سره مناسب او نوښتګر هغه بیا د حقاني صاحب له شان سره.
مننه

اتل افغان

ثاقب صاحب! دا چې موږ د منبر او سنګر د دغه امام سره یو ځای په شمالي وزیرستان کې ژوند کړۍ او په ځانګړي ډول ما د نوموړي په لیسه او مدرسه کې زده کړې کړې دي او د ده د کورنۍ په ګډون د نوموړي په هکله په ډېر څه پوهیږم، خو زه خپله لازمه نه ګڼم چې د شخصیت او جهات په اړه یې قضاوت وکړم. د دې لپاره چې په واقعیتونو پوهـ شې، د مهربانۍ له مخې شمالي وزیرستان ته سر ورښکاره کړه، لومړۍ د نوموړي د ځای ځایګي او بیا یې د یو مومن په توګه… نور لوستل »

عبدالرحیم ثاقب

ګران ورور اتل صیب ، مننه له معلوماتو او زما د لیکنې له ثبتولو څخه . ستاسي د معلوماتو په اړه زه دا لیکم چې زه هم د شمالي وزیرستان په مرکز (میران شاه) د جهاد او سنګر د امام مرحوم حقاني صاحب په مدرسه منبع العلوم او لیسه انجمن القران کې پاتي شوی ، حتی په کیله د هغوی په کور کې مي وخت تیر کړي ، له شخص حقاني صاحب مي مجلس او خواله کړي … د ملاجهان په نوم چې تاسو کوم ملاصاحب یادوي او تاسو ورسره چڼيتوب تیر کړی د منبع العلوم په استادانو کې په… نور لوستل »

اجمل

هغه وخت زما په یاد ده چی همدا حقانی پیښور کی د قوماندانانو د شورا ریس وه. هغه شورا د امریکایی په نوم (پیترټامسن) په نوم هم مشهوره وه. هغی شورا ته مستقیمآ امریکانو پیسی ورکولی. مرکز یی په حبات آباد کی وه او له هغه ځایه څخه یی د افغانستان و رانولو پروګرامونه جوړول. حقانی###

غوربندي

اتل صاحب

دا خبره درسره خر هم نه مني چې د جومات امام به د جومات د ورانولو حکم ورکوي.

هو هغه ډله خلک چې د کفارو د تبليغاتي ماشين سلنسر وهلي دي ستاسو دا خبره حتما درسره مني.

معادله : بل اضل

مجاهد

استعمار په چټلو او پلیتو ایزمی اوبو د یو شمیر بی ضمیرو زړونه او مغزونه پریمنځلی د لیونو په شان شرق او غرب نه پیژنی. ځانته اتلان او روشنفکران وایی، د مسلمانانو سره چه کینی وایی الحمدالله مونږ مسلمانان یو لمونځ کوو، روژه نیسو او د شپی تهجد کوو او … د خپلو بادارانو کفارو سره چه یوځای شی ورته وایی مونږ خو له تاسی سره یو، له مسلمانانو خبری باسو، ریشخند او توهینوو یی. دا زما نه د قران خبره ده. د حقانی په شان ستر او ویاړلی شخصیتو د شخصیت ښکته کولو دپاره سوګند یادوی، نو دوی چه… نور لوستل »

اجمل

##د ستاسو پر لمونځ او تهجد شی. ستاسو حملی په کندز، بغلان او کابل کی په کوم جواز او د چا په فتوای سره شوی. له یوی خوا مو کافرانو سره د سولی خبری شروع کړی له بلی خوا افغانان وژنی ### ###

غ.حضرت

بیانزی د پیښور په اطراف کی یو میشت پښتون قوم دی چی ځان پښتون ګڼی خو د انګریز او پنجاب حاکمیت ته وفادار پښتون. قریب دیرش کاله مخکی یا وړاندی د بنت شیطان ( دویمی الیزابت) زوی ( ولیعهد چارلز) پاکستان ته په سفر تللی ؤ، د شوروی متجاوزینو په وړاندی د افغان د مشروع میهنی جګړې د جنګیالیو د تشویق او تحریک پخاطر ئې د صوبۀ سرحد پښتون قوم سره لیده کاته درلوده. د پیښور په هوائی ډګر کی ددې شیطان یعنی چارلز هرکلی ته د صوبۀ سرحد د پنجابی آمرانو سربېره د سیمی د پښتنو مخورو مشرانو (… نور لوستل »

عبدالرحیم قاقب

ښاغلی غ.حضرت صاحب! تاسو ته په ټول درناوي سره غواړم ستاسې د لیکلې تبصرې په اړه خپل غبرګون په لاندې جملو کې څرګند کړم: نپوهیږم ستاسي له لوري د بیانزي د درانه قوم د یاد نکل (کیسې) او د مرحوم حقاني صاحب د سوانحو ترمنځ مناسبت څه دی چې دلته مو راوړی دی؟ په هرصورت ! د دې پوښتنې وضاحت به زه قدرمن استاذ بیانزي صاحب ته پریږدم چې هغه یې در څخه وکړي. دوهمه خبره دا چې د ځینو درنو قلموالو له لوري چې مرحوم حقاني صاحب ته د خالد بن ولید لقب استعمال شوی دی تاسو ورباندې زړه… نور لوستل »

غ.حضرت

جلال الدین حقانی یو ښکلی زوم غوندی د واده ( ځوانی) په لومړنیو کلونو کی یو محترم کس ؤ چی خپلی میرمنی او مور او خواښی او خُسر او د کورنۍ او کلی ټولو دوستانو ته ئې په درنه سترګه کتل خو د ثور د اتمی وروسته ئې ټول ارزښتونه تر پښو لاندی او ځان او ټولو ته ئی په سپکه سترګه وکتل چی همداسی سپک د خلګو د خاطرو په ترخه زندان کی بندی سو او بندی به وی.

الحاج استاذ بیانزی

ثاقب صاحب ! ستاسی په حقایقو ولاړی او اموزنده لیکنی تل لولو، ګته تری اخلو الله ج دی تردی لازیاته وړتیا او پیاوړتیا درکړی. دا لاندی کسان جلا جلا نه بلکه د یوه (( خډران )) په نوم وایروس دی د وایروسو له مرکزه د دی پاڼی د منورو لیکوالو د لیکنو د کمرنګه او کم خونده کولو د پاره رالیږل شوی د پیریانو په شان وایروس هم کله په یوه او کله په بله قواره ځان جوړوی هماغه د لغمانی ( شیطان ) شپیلی په شان هماغه د پنجابی پنجابی …. شعارونه زمزمه کوی نور څه نه لری نو… نور لوستل »

Back to top button
12
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x