
د ټاکنیزو کمیسیونونو لس کمشنران په پنځه-پنځه کاله بند محکوم شول
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د اداري فساد اړوند د درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس او شپږ کمشنران او هم د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون رییس او دوه کمشنران په پنځه-پنځه کلونو تنفیذي بند محکوم کړل.
دغې محکمې د دارالانشاء او معلوماتي ټکنالوژۍ رییسانو ته چې په انتخاباتي تخلفاتو تورن ول، برائت ورکړی دی.
د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي د کونړ څخه ولسي جرګې ته د یو کاندید صالح محمد صالح په رایو کې د لاسوهنې او د ځينو کاندیدانو په نفع او ضرر د رایو کمونې او زیاتونې له کبله مجرم وپېژندل شول.
یادې محکمې تېره ورځ د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو محاکمه علني پیل کړه خو پریکړه يې نن ورځې ته وځنډول شوه چې نن ابتدايي محکمې په دغه قضیه کې خپل نهايي پریکړه اعلان کړه.
د محکمې د پریکړې پر اساس عبدالبدیع صیاد، معاذالله دولتي، رفیعالله بیدار، عبدالقادر قریشي، حفیظالله هاشمي، ملیحه حسن و وسیمه بادغیسى د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمشنران او عبدالعزیز آریایي، عبدالبصیر فایز او حمیرا حقمل د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون کمشنران په پنځه کاله بند محکوم کړل.
خو د دار الانشاء رییس احمدشاه زمان زی او د معلوماتي ټکنالوژي رییس ابراهیم سادات بیا د محکمې له خوا برائت واخیست.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنیزو کمیسیونونو کمشنران څه موده وړاندې د لوی څارنوالۍ له خوا ممنوع الخروج اعلان شوي وو.
ډیر ښه ډیر ښه دوی وه چی د همدی خلکوته یی خدمت کاوه اوس د همدی خلکو له لاسه د زندان تورو خونو ته داخل شول