افغانستان

لوړو زده کړو وزارت د شپږو خصوصي پوهنتونونو طبي څانګو جوازونه لغوه کړل

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د لوړو زده کړو وزارت د شپږو خصوصي پوهنتونونو طبي څانګو د فعالیت جواز لغوه کړ.

یاد وزرات د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی دغه تصمیم د خصوصي پوهنتونونو د طبي څانګو د ارزیابۍ څخه وروسته او د کابینې  د تېر کال د لیندۍ د میاشتې د ۱۴مې نېټې د حکم سره سم نیولی دی.

اعلامیې زیاته کړې چې  په کابل کې د کابورا شفا او اساس، په بلخ کې ترکستان، په هلمند کې اراکوزیا او په هرات کې عاطفي پوهنتونونو د طبي څانګو جوازونه لغوه شوي دي.

د اعلاميې له مخې د دغو پوهنتونونو طبي پوهنځي په دير ضعیف حالت کې راغلي وو او له همدې کبله یې جوازونه  لغوه شول او تر دې وروسته يې په طبي څانګو کې  فعالیت مشروعیت او اعتبار نلري.

د لوړو زده کړو وزارت اعلاميې پر اساس د  ۲۰  پوهنتونونو له ډلې څخه چې طبي څانګې یې په ضعیف حالت کې دي د ۸ تحصیلي بنسټونو طبي رشتې د کمزورو نکاتو له اصلاح څخه وروسته د وضع شویو معیارونو سره سم دوهم ځل لپاره وارزول شول، چې د ارزونې پایلې یې د بحث په موخه د افغانستان د کابینې د چارو د انسجام ریاست ته واستول شوې ترڅو د کابینې د پریکړې څخه وروسته د دې بنسټونو په طبي څانګو کې د ۱۳۹۸ کال خزاني سمستر د امتحان اخیستلو په اړوند پریکړه وشي.

همدا راز د ۱۲ خصوصي پوهنتونونو چې طبي څانګې یې کمزورې دي او لا یې ارزونه نده شوې په ۱۳۹۸ کال په پسرلني او خزاني سمسترونو په طبي رشتو کې تر هغه مهاله د محصلانو د جذب حق نلري ترڅو چې ارزونې لاندې نوي راغلي.

د لوړو زده کړو وزارت له ټولو دولسم صنف فارغانو څخه غوښتي چې په یادو پوهنتونونو کې له نوم لیکنې څخه ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x