ملګري ملتونه: د يمن جګړې ټول لوري د جنګي جرمونو عاملين دي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل):د ملګرو ملتونو پلټونکې اداره وايي، له تېرو پنځو کلونو راهيسې د يمن جګړې ټول لوري د بشري حقونو توهين کوونکي او جنګي جرمونو مرتکبین دي.

د سيمه‌ ييزو ادارو او ملګرو ملتونو له لوري په ګډه تيار شوي راپور کې راغلي، د يمن حکومت، متحده عربي امارات، سعودي، د ایران په ملاتړ جنګېدونکې «حوثي ملېشې» او ورسره تړلې ډلې د درنو جنګي جرمونو مرتکبين شوي او تر اوسه يې هېچا پوښتنه نه ده کړې.

د بشري حقونو سرغړونې او د جنګي جرمونو ارتکاب د بمباريو، توغندیزو بریدونو، ځمکنيو ماینونو او نورو وسله والو پېښو کې رامنځته شوي. په دغو بشر ضد کړنو کې د خلکو ځورول، بې عزتي، جنسي تېري او ورته نورې پېښې هم شاملې دي.

دا راپور به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون غونډې ته وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون غړي چارلز ګير رسنيو ته ويلي، د يمن جګړه کې د هېڅ لوري لاس پاک نه دی او هر لوری په کې په خپله اندازه مجرم دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د يمن بحران د نړۍ په کچه تر ټولو خطرناک بشري بحران دی او وايي، د يمن د اتيا سلنه وګړو ژوند له خطرناک ګواښ سره مخ دی.

سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له ۲۰۱۵ کال راهيسې په يمن کې ځمکنۍ او هوايي جګړه پيل کړې، امریکا او برتانيا د دې جګړې لپاره پر سعودي او اماراتو وسلې پلوري.

د يمن جګړې ډېری قربانيان ولسي وګړي دي، خو تر اوسه د دغې جګړې د مخنيوي لپاره هېڅ ډول عملي ګام نه دی اخيستل شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د