نظــر

جلال الدین حقاني، یو خوب یو تعبیر

عنایت الله کاکړ

يو خوب:

د ۲۰۰۱ز کال د ستمبر د میاشتې وروستۍ شپې ورځې وې، د نیویارک او واشنګټن د پيښو له امله د طالبانو حکومت تر سخت فشار لاندې وو. د کابل ښار یوه سپيره بڼّ خپله کړي وه. یو خو له ځآیه ولس د فقر او مسکنت له امله زبيښل شوی وو، بل د وروستیو پيښو او د هغو د عواقبو په اړه یې د خواشینۍ نښې په څيرو کې له ورایه ښکاريدلې. دغه مهال زه په کابل کې وم او بابک جان مې په صدري ابن سینا روغتون کې بستر کړی وو. یوه شپه چې پر سهار یې زموږ بابک جان له روغتونه خارجیده، ما خوب وليد.

خوب څه داسې وو چې کابل له اوږدې مودې مقاومت وروسته د مولوي جلال الدين حقاني تر مشرۍ لاندې د جنوبي مجاهدینو نیولی وي. زه له خپل بابک جان سره د کابل له هوايي ډګره مخ پر ښار په موټر کې روان یم چې د جنوبي مجاهدین ګورم د هوايي ډګر په لاره کې پراته کانکريټي او اوسپنيز خنډونه لرې کوي. له دې وروسته د مخابراتو د وزارت بام ته وخيژم او هلته څو تنه افغاني وسله وال مجاهدین له یوه عرب مجاهد سره چې د چيچنیا شهید خطاب ته یې څيره ورته وي، وينم چې په دوربین کې د ښار او شاوخوا ترصد کوي. په پای کې وزیر اکبرخان ته روان شو. د پاکستان زاړه سفارت (چې هغه مهال یې سفارت همالته وو) د سړک دواړو غاړو ته په ايستل شویو کندو کې مورچې جوړي وي، د شګو ډکې بوجې ترې تاو وي او شاته یې د پاکستان د ايف سي عسکر په ملیشه اي کالیو کې ماشه په لاس ناست وي. زه چې دا حالت ګورم نو حیرانیږم چې پاکستاني عسکر دلته څه غواړي او را ويښ شم.

سهار مې غزني ته پر لاره دغه خوب بابک جان ته بیان کړ. بابک جان له شيبه سکوت وروسته د تعبير په پار راته کړل چې صوفي، کُفار به برید کوي او د طالبانو د حکومت سقوط حتمي دی. د سفارت پر سړک د پاکستاني پوځيانو د مورچو شتون دا په ډاګه کوي چې د سقوط دا کار به د پاکستان په مرسته ترسره کيږي، وروسته به د حاجي صېب (مولوي جلال الدین حقاني) په قیادت کې مجاهدین مقاومت کوي او بیرته به فاتحانه کابل ته راځي. د مخابراتو پر سر د مجاهدینو او عرب مجاهد د شتون په اړه یې راته ځواب رانکړ

سقوط او مقاومت:

د طالبانو د حکومت له سقوط سره داسې فکر کیده چې نور نو په افغانستان کې د اسلاميزم باب د تل لپاره بند شو. ګڼ پاکستاني علماء او دانشمندان په دې خفه وو چې دوي په سیمه کې د اسلام د احياء خپلې هیلې په طالبانو پورې تړلي وې او طالبانو ډیر په اسانه افغان خاوره صلیبیانو ته ورر پرېښودله. د پاکستان ځينې وتلو لیکوالانو او شنونکو خو په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت د جنرال کونسل مولوي رحمت الله کاکازاده له لوري په یوه راډیويي مرکه کې ویل شوی د اقبال دا شعر هم د ملنډو په بڼه را اخيست چې وايي:

کافر ہے تو شمشیر پہ کرتا ہے بھروسا
مومن ہے تو بے تیغ بھی لڑتا ہے سپاہی

یوه مشهور کالم لیکونکي او شنونکي ارشاد احمد حقاني د دې شعر په اقتباس سره وليکل چې تاسې د اقبال حماسي شعرونه لوستي وو او فکر مو کاوه چې بس خالي لاس پر دښمن منډه ور اخلئ خو د آمریکا د تیکنالوژي زور مو نه وو ليدلی چې د ځمکې له مخ نه یې داسې ورک کړئ لکه د خره لښکر، څه شو ستاسې ملا عُمر او څه شو ستاسې لښکر…؟!
موږ چې په پاکستان کې اوسیدلو، ګڼو پاکستاني شخصیتونو به د حیرت او یو ډول پيغور په بڼه راته ويل چې اسلام د (افغانانو) د (حماقت) له امله یو ځل بیا په نړۍ کې پر یوه مئلوم دین بدل شو.

خو موږ به په هره ناسته او هر تلویزوني مجلس کې ورته ويل چې تاسې د افغانانو له مزاجه ناخبره یاست. تاسې غواړئ چې افغانان ستاسې له عجولانه او له عواقبو او نتائجو نه د ناپروا مزاج له مخې سم له لاسه له امریکایانو سره لټه پير پيل کړي، امریکا دا مهال د خپل غرور او هیمنت په اوج کې قرار لري. دا مهال له امریکا سره نښتل یواځې د امریکا په مفاد کې دي. له یوه ستر سیاسي شخصیت سره په یوه تلويزوني بحث کې هغه ډیر ګډوډ وغږيد، بيخي عصباني وو، خو ما ورته کړل چې تاسې لږ صبر وکړئ، افغانانو ته لږ وخت ورکړئ، افغانه مور هیڅکله نه ده شنډه شوي. د افغان په سر درو کې لا هم د جلال الدین حقاني په څير بازان شته چې روسانو ته يې د سر په کاسه کې خپلې وينې ورکړې او امریکایانو ته به یې هم ورکوي خو په خپل وار سره.

ما ورته دا هم وويل چې تاسې د انګليسي یرغلګرانو د افسرانو یادښتونه وګورئ چې افغان یې د نړۍ تر ټولو صبرکونکی، د سړو اعصابو څښتن او خطرناک دښمن ګڼلی دی. پخواني انګليس لومړي وزيرونستون چرچل چې په مومندو او باجوړ کې د انګليسي لښکر افسر پاتې شوی ليکي:

د افغانانو د طبیعت هیڅ اندازه نه معلوميږی. دلته به له تا سره د یوه وفادار ملګري په څير ناست وي، درسره خاندي به خو په ذهن کې به یې ستا پرخلاف د توطئو یو جال اچولی وي.

يو بل انګليس افسر بل ځای لیکي چې افغانان ډير چالاکه خلک دي، یرغلګرانو ته لومړی د خپل کور دروازې پرانيزي، نیمه کورنۍ له یرغلګرانو سره مله شي او نیمه غرونو ته وخيژي، نیمه کورنۍ له دننه یرغلګران تباه کوي او نیمه نوره له دباندې ورباندې بریدونه کوي.

افغانان غواړي چې له امریکا سره هماغه لوبه وکړي کومه چې یې دری ځله له انګليس او یو ځل له شوروي سره کړي ده. د افغانانو د يرغلګر د ښکیلولو د تاريخي دود له مخې به امریکایانو ته په افغانستان کې د بسیا کیدلو موقع ورکول کيږي، کله چې امریکا په افغانستان کې د ستراتيژيکي مجبوریتونو په دام کې ښکيل شي، نو افغان بازان له غرونو او سردرو پرې راشيوه شي، ښکاربه یې کړي او تار او مار یې کړي…!

استقامت او سوبه:

او بیا هماغسې وشول. طالبان او مجاهدین لکه څنګه چې ارواښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عُمر مجاهد چې ورته سپارښتنه کړي وه له صحنې ووتل،دښمن ته یې لاره ورکړه، صلیبیانو په دې ګومان چې د مجاهدینو کمبله ټوله شوي ده، په هیواد کې یې خپلې ريښې وغځولې خو دوي نه وو خبرچې بازانو د خپل هیواد له دنګو غرونو له څوکو او ګوربتونو دا هر څه څارل او پر دښمن د کاري ګوزار کولو په موخه یې د ښکاري بازانو په څير د وطن په فضاګانو کې الوتنې کولې، وزرې یې ټپولې او د اقبال د دې شعر په مصداق یې خپله وینه تودوله:

جھپٹنا پلٹنا پلٹ کے جھپٹنا
لهو گرم رکھنے کا ھے اک بهانه

صليبي دښمن په هیواد کې په ډاډه زړه ځان ښکېل کړ، غازیانو ورسره د قومندان ملا سیف الرحمان منصور شهید تر قیادت لاندې په شاهي کوټ کې اورلوبه پيل کړه، اور لوبه د کندهار سپين بولدک ته وغځيدله او شهید حافظ عبدالرحیم پر دښمن هاغه لوبې وکړې چې د پنټاګون جنرالان ورته ګوته په غاښ پاتې شول.

د صليبي يرغلګرو پرخلاف د مقاومت اور هغه مهال ژبغړاندی شو چې د مولوی جلال الدین حقاني په لاس روزل شوی زلمیان د معرکې ډګر ته راووتل. دغو سروهلو بروهلو زلمیانو له جذبې، احساس، جهادي تربیت او قتالي روح پرته نور نه وسله لرله، نه وسیله او نه پيسې، خو د قرآن کریم د دې حکم له مخې چې فرمايي: وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا ۚ د جهاد پيل يې وکړ.

د جهاد پيل څه وو چې الله جل جلاله ورباندې د دوي د اخلاص، تقوی، للهیت او ځانګړي خالص نیت په برکت غائبانه لارې خلاصې کړې، د دښمن د ښکيلولو په پار یې پر کور جوړ داسې ارزانه تکتیکونه رامنځته کړل چې د زرګونو روپيو په لګښت یې د ملیونونو ډالرو ماین پاکونکي ماشینان دوړه کول. فدايي تکتیکونه بیا داسې څه ول چې پر دښمن یې د ورځې سکون او د شپې خوب حرام کړ. ژړه بوشکه د صليبي دښمن لپاره د خوف یو داسې کابوس وګرځيده چې د دښمن ګڼ ټپي عسکر یې اوس هم په مرکو کې یادوي.

لنډه دا چې د حقاني شاه زلمیانو د بې ساري مقاومت په پايله کې له یوې خوا دښمن له ځاني او مالي پلوه کنګال شو، په افغانستان کې د مېشتو عسکرو آن جنرالانو روحیه یې له خاورو سره خاورې شوه او له بل پلوه دښمن نهایتاً مجبور شو چې د حق د لارې د هغو سپيرو مجاهدینو په پښو کې د عذر او ننواتې په پار کینې چې په لومړیو کې یې همدغه دښمن سیوری لا په توپونو ويشت.

نن الحمد لله دښمن مات او د حق دلارې مجاهدین د حتمي سوبې پر درشل ودریدل.

دا څه په حقیقت کې د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني په بڼه د هغه فقیرانه شان کرشمه وه چې د شپې به یې د خپل رب په دربار کې د عاجزۍ او تواضع ځولۍ غوړولي وه او د ورځې به یې د اسلام د لښکر د سپه سالار او جرنيل خولۍ پر سر کړي، سنګر په سنګر به د غازیانو د صفونو او کرښو پر ترتیب او تنظيم لګیا وو. ارواښاد حاجي صېب بې شکه زموږ د هیواد د معاصر تاریخ رئيس المجاهدین وو، د تقوا، اخلاص، حسن نیّت، للهیت او تقشف هغه مرصع پيکر وو چې شخصیت یې یو فقیرانه شان ورسره موندلی وو، هغه فقیرانه شان چې د اقبال په وینا قرآني روح یې په رګ او پَی کې غزيدلې وه، هغه فقر چې د قیصراو کسرا د کبر، غرور، رعونت او استبداد ماڼۍ یې پر وړاندې ټيټ سر ولاړې وې:

کسے خبر کہ ہزاروں مقام رکھتا ہے
وہ فقر جس میں ہے بے پردہ روح قرآنی

مٹا یاقیصر و کسریٰ کے استبداد کو جس نے
وہ کیاتھا؟ زور حیدر، فقر بوذر، صدق سلمانی

تعبير او تعمیر:

موږ په داسې حال کې چې د شیخ المجاهدین جلال الدین حقاني د وفات پر دویم تلین اوښکې تویوو، له دې امله ډير ډاډه یو چې بالآخره د ارواښاد حقاني، د قرباني شویو تنکیو زامنو، وریرونو، خوريينو او زرګونو فدایانو قربانیو رنګ راوړی، صلیبي یرغلګر ماتې خوړلې، ماتې یې منلې او د حق د لارې د مجاهدینو یوه یوه شرط ته یې غاړه ايښي ده او په دې ډول نن دی که سبا دی پر هیواد د یوه اسلامي نظام لمر هم راختونکی دی. د جهادي قضيې وارثین د قطر په پلازمینه کې د يوه سوله ايز افغانستان د تعمير د لومړنیو خښتو د ایښودلو په حالت کې دي اوس باوري یم چې زما په خوب کې عرب مجاهد په اصل کې د سولې په چاره کې د قطر اوسنی نقش دی او د مخابراتو د وزارت معنا ښايي دا وي چې د مجاهدینو د بریا او سوبې اعلان به هم که خدای کول له قطره کيږي… و ما ذلک علی الله بعزيز

خو یو ټکی چې د جهادي داعيې وارثین یې هير نکړي دا دی چې د دې فاتحانه صورتحال معنا نو قطعاً دا نه ده چې دوي دې د تکبر، غرور، رعونت او نخوّت پر نيلي سپاره، ځان دې ورته د حق ټیکه داران او نور د ډیرانو جمعه داران ښکاره شي، بلکې د دې حالت تقاضا دا ده چې مؤمنان په ځانونو کې عُجر راولي، له عُجبه ځان وساتي. دا سوبه د خپلو مټو زور نه بلکې یوه الهي پيرزوينه وګڼي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوبی امارتی

سردار مجاهدین فخر امارت درس استشهاد

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x