نظــر

مولوي جلال الدین (حقاني) د کـفري جګړې پر وړاندې ستر مقاوم رهبر

م عبدالحق حقاني

نن د يو سرښندونکي اتل، د څلورو نوموتو شهيدانو پلار، د افغانستان عمر مختار او د مرحوم مشر ملا صاحب د هغه وفادار ملګري تلين دى چې ټول ژوند يې د الله جل جلاله په لاره کې تېر کړ.

مرحوم حقاني صاحب هغه اتل و چې د وخت هېڅ جابر او ظالم ته يې سر ټيټ نه کړ بلکې مقابلې ته يې ښه په مېړانه ميدان ته راوتلى و.

محترم حقاني صاحب د الله جل جلاله د لارې يو ملنګ مجاهد، خالد ثاني او د معاصر تاريخ د امت مسلمه ستر جنرال و.

مرحوم حقاني صاحب د شرق او غرب پر وړاندې د مسلمانو افغانانو د جهاد يو نوموتى جهادي مشر او نوښتګر قايد و.

کله چې روسي یرغلګرو په ګران هېواد په چالاکۍ سره برید وکړ. حقاني صاحب رحمه الله د ریښتوني مجاهدینو په صف کې ودرېدلو. په صادقانه جګړه یې پیل وکړ. حقاني د ملګرو تر منځ ښه وځلېدلو. سلګونو هېوادوالو اقتداء ورپسې وکړه. په ډیر مجبور او مشکل حالاتو کې یې جهاد ته ادامه ورکړه. لوږې تندې او زخمونه یې وګالل.

دا چې د روسي یرغل په وخت کي د مجاهدینو مختلف ګوندونه وو او تر منځ یې څه نا څه اختلاف طبعي خبره وه خو حقاني رحمه الله د حقانیت ستر منار هیڅکله چا سره اختلاف ونه کړ او همیشه به یې خپل ټول زور او ځواک د دښمن په زیر کولو مصرفولو. د داخلي تشنج او اختلاف مخه یې همیشه په خپل اخلاص او ریښتونولۍ سره نیوله.

د څه باندې یوې لسیزې له مقدس جهاد وروسته رب العالمین شوروي اتحاد مات کړ او اوس یې خلک په روسیه پیژني.

په ډېر تاسف سره باید و وایو د شوروي اتحاد له ماتېدلو وروسته افغانستان د داخلي جګړو په میدان بدل شو. حقاني صاحب رحمه الله د خپل نوم د وروستاړي اصل مصداق جوړ شوی و او د وخت په تر ټوله حساس وخت کې یې د پاشل شویو وروڼو تر منځ د روغې جوړې او یو والي لپاره هلې ځلې وکړې. خو حالات سم نه شول او د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ طالبانو د شر او فساد مخنیوي په خاطر پاڅون وکړ. حقاني صاحب رحمه الله د حق پرستو ملګری شو او بـیا یې د شر و فساد په خلاف په مقدسه مبارزه پیل وکړ. په لنډ وخت کې امارت اسلامي په ۹۵% خاوره حاکم شو. خو دا ځل امریکایانو په بې ځایه او بې ثبوته دعوو په ګران هېواد یرغل وکړ. حقاني صاحب رحمه الله یو ځل بـیا د جهاد سنګر ته مخه او په داخلي او خارجي قوتونو یې د افغانستان زمکه سور اور وګرزوله. خپلو بچیانو ته یې امر وکړ چې د جهاد په دې سپیڅلې دوره کې له هیڅ قربانۍ دریغ ونه کړئ. په خپل ټول اخلاص د دښمن مقابله وکړئ او لله الحمد د دوی کوښښونو، کړاونو او د قید و بند صعوبتونو رنګ راوړی او نن امارت اسلامي د فتح تر درشله رسېدلى دى.

حقاني صاحب رحمه الله له زلميتوبه تر وفاته په مېړانه د دين او وطن دفاع وکړه، هېڅ قسم مادياتو ته مايل نه شو.
د سنګرونو اتل د محرابونو واعظ د جرګو او مرکو سړى و.

محترم حقاني صاحب موږ ته راوښوول چې هغه جګړې چې د ممبر له پاسه بـيانېدى شي، عملا د جګړې په ډګر کې هم تر سره کېدى شي او د لذت کچه يې لوړيږي.

محترم حقاني صاحب د اسلامي امت ستر اتل، ريښتونى محب او يو دردمن مجاهد و، خپل هرڅه يې د امت تر مصالحو قربان کړل ، غرونو ته يې مخه کړه سختۍ او کړاوونه يې وګالل او د نړۍ د ستر فرعون غرور يې له خاورو سره برابر کړ.

د اسلام او افغان خاورې د استقلال د اخیستلو په پار یې د کورنۍ د زیات تعداد وګړو په شمول څلور شیرین اولادونه هم نذرانه کړل.

په خپله یې خپل جلال دومره دنګ وساتلو تر هغې چې یې په روح کې ساه چلېده.

محترم حقاني صاحب خپله ږيره د الله جل جلاله په لاره کې سپينه کړه.

محترم حقاني صاحب هغه شخصيت و چې د جهاد په اذان يې د الحاد پر ضد ويده ولسونه راويښ کړل.

محترم حقاني صاحب د حق او باطل ګرمو معرکو ته زرګونه داسې جنرالان وروزل چې ستړيا نه پېژني او په شهادت مين خلك دي.

محترم حقاني صاحب جهان ته وښوول چې د حقيقي مشرانو ځايونه د معرکې لومړۍ کرښې دي.

راتلونکى نسل یې په جهادي روحیه سمبال وروزلو.

بچیانو یې تاریخ ته خپل نومونه د شهیدانو او اسیرانو په لیست کې وړاندې کړل.

محترم حقاني صاحب -رحمه الله – د مـجـاهديـنـو د سر لښکر الحاج خليفه سراج الدين – حفظه الله ورعاه – د سر سيورى و، هغه سراج الدين حقاني چې صليبـيانو ته د دې پېړۍ ايوبي صلاح الدين دى.

د مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د ژوند او د جهاد خاطرې به د قلم نوکه مکملې نه کړي، ځکه حقاني صاحب مدبر رهبر، جید عالم، غښتلی جنرال، د شجاعت منار، د صبر او استقامت غر او د نیکو اخلاقو سمندر و، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ یې ضمیر او وجدان په عمري مسیر محکم وساتو او خپلو اولادونو او هېوادوالو ته یې د جهادي مبارزې او فداکارۍ درس ورکړ.

تاریخ هر څه په خپله پاڼه کې ثبت کوي حقاني جلال به نه تکرارېدونکى اتل، د میړانې، ایثار او فداکارۍ سمبول ولیکي.

رحمه الله رحمة واسعة

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x