‏د حـقاني صیب په یاد «لومړۍ خاطره»

خالد ځدراڼ

زموږ د زیړوک ولسوالۍ سره نزدې په سپرې ولسوالی د مڼې په کلي کې یو نامتو عالم و، چې د مولوي ګلزار صیب په نوم مشهور و، هغه یوه ورځ قیصه کوله چې زه ډېر کوچنۍ وم او د مولوي جـلال الـدین حـقاني صیب سره مې یو ځای د پاکستان په کورمه ایجینسي کې په یوه مدرسه کې درس ویلو، هغه کال یاد نه کړ چې کوم کال و، خو خبره یی پسې زیاته کړه چې زموږ ډېر غربت و، کوچنی اختر ته یو څو ورځې پاتې وې،

نوموړي ویل چې د حـقاني صیب کلېوالو د تمبې اوښان را بار کړي وه، له خپل کلي څخه به یې تمبې راوړې او دلته کورمه کې به یی خرڅولې.

مولوي صیب وایی کلیوالو یی په ګډه سره د اختر لپاره حـقاني صیب ته د جامو لپاره یو څو روپۍ ورکړې، زما او د حقاني صیب مینه بې کچې وه، نو له دې وجې حـقاني صیب روپۍ ماته ونیولې چې تاسو د اختر لپاره کالي پرې واخلئ.

ویل یی ما به له مینې حقاني صیب ته جـلال ویل، ورته ومې ویل: نه جـلاله دا ستاسو حق دی باید تاسو پرې ځان ته کالي واخلئ، وایی حـقاني صیب نه منله نو له یو بل سره د ډیر ټینګار له وجې سره خفه شوو.

مولوي صیب وایی څو ورځې مو خبرې نه سره کولې، وایی مخته جمعه راغله، د تیرې جمعې په څیر زه یواځي د کورمې خوړ ته د جامو مینځلو لپاره لاړم چې ګورم حـقاني صیب هم په خپل څادر لنګ وهلی و، خپل خیرن کالي یی مینځل، ما د حقاني صیب څخه لږ مخکې د جامو مینځلو لپاره ځای کتلو چې دې وخت کې مې د کاڼي په سر، په څو روپو سترګې ولګېدې، راومې خیستې او چې ومې شمارلې یو جوړ کالي پرې کیدل! حیران شوم، ما ژر په حـقاني صیب غږ وکړ چې جـلاله دا روپۍ؟

ویل یی حـقاني صیب هم را منډه کړه، ویل یی دا چرته وې مال دلته پرتې وې! وایی حقاني صیب وویل ګوره زما او ستا ملګرتیا الهي ده نو الله – جل جلاله – نه غوښتل چې زه او ته سره جدا شو دغه دي تا زما څخه د جامو لپاره روپۍ نه اخیستلې نو تاته الله – جل جلاله – خپله درکړې، اوس به ګډ دوکان ته ځو او یو شان کالي به اخلو، ما ورته وویل چې هو والله ستا خبره صحیح ده خو د ملا صیب څخه به پوښتنه کوو، عالم وایی کالي مو ژر، ژر ومینځل په بیړه مدرسې ته روان شوو، خپل مولوي صیب ته مو ټوله خبره وکړه.

ویل یی د مدرسې ملا راته وویل چې هلته د دې روپو څښتن هم نه و، نو څه چې پیدا کړې خوار او فقیر ته به یی ورکوې نو زه له تاسو خوران او فقیران نه وینم، د مدرسې طالبان هم یئ ، خپل حاجت مو پرې پوره کړئ.

وایی حـقاني صیب ماته را وخندل او راته ویې ویل چې ګلزاره دا ځل به مو اختر په نویو جامو کې وي که خیر وي!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د