نظــر

حقاني جلال

لطف الله خیرخوا

يوه ورځ يو عالم د امام ابو حنيفه او امام ابن تيمية رحمهما الله تعالی په اړه خبره کوله، چې ولې خلک دوی پورې نښتي؟ د بدعاتو په رد کې په امام احمد بن حنبل رحمه الله پسې کلک رد امام ابو حنيفه رحمه الله کړی، خو بيا هم وهابي حضرات نه کراريږي. همدا ډول، چې پر امام ابن تيميه د تجسيم او تشبيه کوم تورونه دي، هېڅ حقيقت نه لري، خو څوک سر نه خلاصوي، تجسيم او تشبيه بهانه کړي او پر ابن تيميه بريد وکړي.

د دې کار اصل وجه يې دا بيانوله، چې امام ابو حنيفه رحمه الله د ظلم پر ضد ډېر کلک ودرېد. هغه نظام سره يې هېڅ مدارات ونه کړ، چې د الله تعالی مخلوق ته يې د ظلم لاسونه اوږده کړي وو. په عباسي دور کې ورته د قضاء وړانديز وشو، خو امام صاحب په کلکه رد کړ. د ده دا سياسي دريځ د دې لامل شو، چې په ناخبرۍ او ناپوهۍ کې خلک په امام ابو حنيفه رحمه الله پسې ونښلي. د ظلم او طغيان مقابله، چېرته د دښمن هېرېږي، د هر هغه دښمن پر ضد چې د امام ابو حنيفه رحمه الله پر دې دريځ استدلال کيږي، نو ته وا دا دښمن به ترې کرار شي؟

زر افسوسه پر هغه چا، چې د خپل مخالفت پر اصل دليل پوه نه شو او د دې امام اومه غوښې يې خوراک شوې العياذ بالله!
امام ابن تيميه رحمه الله د تتاريانو پر ضد ودرېد او د هغې دسيسې د رد مبتکر شو، چې تر اوسه لا کار ورکوي، تر اوسه ترې دښمن استفاده کوي او تر اوسه مسلمانې پرګنې پرې غوليږي. تتاريانو د خپل نظام د ټينګښت له پاره د مسلمانانو په نوم ملاتړي پيدا کړل، د دوی يرغل او واک ته يې مشروعيت ورکاوه، ملاتړ يې کاوه، په ننګه يې جګړه کوله، خو ابن تيميه وويل: که زه يې پر خوا ولاړ وم او قرآن مې پر سر ايښی و، چې راته ونه ګورئ!

د دې دواړو امامانو په دريځ کې مشترک ټکی دا دی، چې دواړه د داسې نظامونو مخالفت ته ودرېدل، چې يو يې ان د اسلامي امارتونو په کتار کې راځي او بل يې هم د واک له پاره ځان ته د مسلمانۍ مشروعيت ورکاوه. د عثماني خلافت له نړېدو وروسته په اسلامي نړۍ کې همدا لوبه روانه ده. د کفر صريح يرغل سره مسلمانانو سخت حساسيت وښود، نو يې جامه وربدله کړه. په اسلامي وطنونو کې يې د مسلمانانو په نوم ورته خلک پيدا کړل، په اساسي قانون کې يې يوه ماده وروليکله، چې اسلام د دين په حيث د … رسمي دين دی. نور يې چې د کفر تطبيق ته څه ورښوولي وي، هغه کوي!!

د ننۍ اسلامي نړۍ ټولې واکنمۍ دغسې دي، نو څه وايې، چې دې زمانه کې به د امام ابو حنيفه رحمه الله او امام ابن تيميه رحمه الله په اړه څه حال وي؟ زموږ په خپل وطن کې د هغو ملايانو څه حال دی، چې د انګرېزانو پر ضد ودرېدل؟ هغه ملايان چې د غرب بړيڅي ترې ايله په تېښته بريالي شول، په کومو نومونو ياديږي؟ او سړی خو هلته سخت وغميږي، چې د ازادۍ ناره به وهي، د استقلال چغه به کوي، د غزا ډول به وهي، خو نه به پوهيږي، چې ازادي او استقلال څه ته وايي؟ څوک د ازادۍ او استقلال علمبردار دي او څوک غازي دی؟

عينِ ظلم له جلال الدين حقاني سره کيږي. د سر په سترګو وينو، چې د جهاد له قوت باه پيدا شوي نسلونه د کمونزم په ژبه
غږيږي. د هغه چا کيسه به کوي، چې د روسي ارزښتونو له پاره له هر عزته تېر و. دوی ته موږ نه وايو، چې زموږ د هغه وخت ادبيات ولولئ، نه؛ نن چې تاسې کومې رسنۍ تعقيبوئ – بي بي سي، امريکا غږ، سي ان ان…- دغه خپلې رسنۍ په هغو زړو تاريخونو کې تعقيب کړئ، د روسانو او کمونستانو پر ضد د جهاد مهال خبرونه او راپورونه ولولئ، وګورئ، چې حقاني جلال څه ډول پر طغيان او غلامۍ ورمسلط و..څه ډول يې د خپل وطن رزمي تاريخ په خپل حماسي کردار تفسيراوه..

موږ خپل تاريخ وينو، د خپلو علماو او مشرانو ځای او حيثيت پېژنو. د شخصيتونو په پېژندنه کې موږ ته دا اصل د لارې مشال دی، چې د کوم شخصيت په اړه پرېوتي خلک خوله خلاصه کړي، پوه شه، چې دا شخصيت ستر دی. د ده له ژوند ژواکه دې پرېوتو خلک درد ليدلی. د دې پروتو خلکو د خولې لقمه يې ترخه کړې..

وګورئ، چې حقاني جلال څه ډول د استبداد ډبرې شګلنې کړې..وګورئ، چې د دې جلال کوم وېښته د خپل تاريخ د غرور له هسکه راټيټ شوی و؟ بېلګه يې درواخلئ:

ضابط عمر خان د حقاني صاحب يو قومندان دی، ليکي، چې زه يې د خوست پر تسليم شوو جنرالانو او عسکرو ګومارلی وم. ما ته يې امر وکړ، چې له روزونکو ملايانو پرته هيچا ته اجازه نه شته، چې دغه جنرالان او عسکر وويني. ډېرو مجاهدينو کوښښ کاوه، چې دوی ته ورشي، د دوی حالت وويني او د زړه غوټې وسپړي..خو اجازه نه وه. وايي حقاني صاحب به صراحتاً ويل، چې دا خلک نفسيات لري، د مجروحولو هيڅ اجازه يې نه شته، همدومره بس دی، چې تسليم شوي.

يو رهبر سره د جماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد خوست ته راغی. ډېر ټينګار يې وکړ، چې بنديان وګوري، خو ما اجازه ورنه کړه، چې حقاني صاحب موږ منع کړي يو. ده حقاني صاحب ته ډېرې زارۍ وکړې، چې مېلمه مې په همدې وعده راوستی، خو هغه ونه منله! يو افغان رهبر و، بل مسلمان مېلمه، خو د حقاني صاحب نفس دا نه منله، چې ان د يو «کمونست انسان» اب توی شي…

د دې جلال تصور قدرې کولی شئ؟ تاسې که د دې تصور کوښښ وکړئ، هم يې نه شئ کولی، ځکه چې خپل تصور نه لرئ، تاسې ته خو چې کوم تصور انسټال شو، همغه چلوئ..

اوس مو بل انځور ته تم کوم، چې انس حقاني به يې امريکايانو ته څه ډول تړلی وي؟ دا فکر به يې کله کړی وي، چې انس د دې خاورې بچی دی، ولې ترې امريکايۍ ښځه تحقيق وکړي؟ د هرې افغانې مور انس همدغسې درقياس کړئ..چې تاسې سره پنجرو کې پراته دي او شين سترګي يې د هر څه واک لري..تحقيق، توهين، تعذيب..

وجدان لرئ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x