نړۍ

د سعودي او اماراتو د بهرنيو چارو وزیران د کشمير په موضوع نن اسلام اباد ته ځي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): له تېرې يوې مياشتې راهيسې د هند تر ولکې لاندې کشمير د نړيوالو ديپلوماتيکو هڅو او رسنيو يوه مهمه موضوع ده، هند او پاکستان دواړه هڅه کوي، په دې اړه په خپله ګټه ديپلوماتيکې هڅه وکړي.

په همدې حال کې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر او د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن زايد النهيان نن اسلام اباد ته ځي.

د پاکستان حکومت د کشمير په موضوع تر ډېره له اسلامي هېوادونو نهيلی دی او وايي، چې د اسلامي هېوادونو ګټې له هند سره تړلي دي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان صدر اعظم عمران خان ولس ته په خپلې تلويزوني وينا کې وويل، اسلامي هېوادونه تر ډېره د کشمير په موضوع په موضوع د پاکستان ملاتړ نه کوي، خو هيله يې ښکاره کړې وه، چې راتلونکي وخت کې به د اسلامي دولتونو چارواکي د پاکستان د دريځ ملاتړ وکړي.

د عمران خان له څرګندونو وروسته د اسلامي همکاريو سازمان، د کشميريانو او پاکستان په ملاتړ اعلاميه خپره کړه او ورپسې نن د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزيران په يوه ورځني سفر اسلام اباد ته ځي.

سعودي تر اوسه د کشمير په اړه روښانه دريځ نه دی نيولی، خو متحده عربي اماراتو په دې اړه د هند څرګند ملاتړ کړی او څو ورځې وړاندې يې د هند لومړي وزير نريندرا مودي ته د سرو زرو تر ټولو ستر مډال ورکړ.

اوس، چې د سعودي او اماراتو د بهرنيو چارو وزیران اسلام اباد ته ځي، هلته به د پاکستان صدر اعظم عمران خان، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه سره د کشمير په موضوع خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x