د څوارلسمې پېړۍ خالدبن وليد

الحاج مولوي جلال الدين حقاني نورالله مرقده د لومړي تلين په مناسبت څو کرښې

الياس فاتح

نن د داسې يو ستر علمي،سياسي او جهادي شخصيت تلين لمانځو، چې د بې درېغه قربانيو او هڅو پرمټ يې په شلمه او يووېشتمه پېړۍ کې زموږ ملت او امت ته د نړۍ د دوو (سره او تور) ښکيلاکي زبرځواکونو د ماتې او په ګونډو کولو تاريخي او تلپاتی وياړ وربښلی دی. اوس د دغه شخصيت نوم يوازې د يوې قبېلې او قوم په داېره کې نه ځايېږي، بلکې د افغان ملت او مسلمان امت د ازادۍ د مفکورې غوړيدلی نوم ګرځېدلی، ځکه چې له همدغه وياړلي شخصيت سره، د نړۍ د مستکبرو ځواکونو د وحشي يرغلونو پر وړاندې دګران هېواد او اسلامي امت او د نړۍ انسانيت د خوندېتابه او د لړزوونکو لوړو ژورو د تاريخ تناوونه غړلي. او د خپلو قربانيو او اتلواليو په لیکه دتاريخ تلپاتې درسونه/ عبرتونه يې راتلونکي نسلونو ته په ميراث پرېښودلي دي.

دا وياړلی او محبوب مشر، سترغازي مولوي جلال الدين حقاني دی، چې دلته يې درغنده څو بعديز شخصيت له غوړيدلي کتاب د څو پاڼو په را اړولو خپلې ليمې رڼا کوو.

زوکړه: الحاج مولوي جلال الدين حقاني د خواجه محمد زوی، دعلي شاه لمسی چې دسلطان خېلو د ميزایې قبېلې د ځدراڼو قوم سره تړاو لري، په ۱۳۶۳هـ،ق ( ۱۹۴۴م) دپکتياولايت د وزې ولسوالۍ د سرانې دکنډو کلي په يوه دينداره او صوفيانه کورنۍ کې نړۍ ته راغی.

زده کړه: محترم حقاني صاحب لومړنۍ ديني زده کړې له خپلې محترمې مور څخه پېل او په لس کلنۍ کې يې له مولوي محمدقاسم څخه ابتدايي کتابونه ولوستل. نوموړي د لازيات پرمخيون په پار د بې بريده تندې له امله دعلم په تانده او بهانده چينه پسې ځان له خپل کور او کلي ورک کړ او د پکتيا، پکتیکا، غزني، وردګ، خوست، کورمې ايجنسۍ، ټل/هنګو او نورو سيمو په بېلابېلو مدرسو کې له پياوړو عالمانو خپله علمي تنده خړوبه کړه. د حدیثو وړې او لويې دورې زده کړې ته يې د يوبندثاني؛ جامعه حقانیه اکوړه ختک کې ګونډه ماته کړه او په امتيازي نومرو له جامعې په فارغېدو هلته د مدرس په توګه وټاکل شو.

استاذان: په تعليمي دوره کې يې له ګڼ شمېر استاذانو دعلومو په رڼا خپله سېنه منوره کړه، چې دځينو نومونه يې په دا ډول دي: مولانا محمد قاسم، مولوي بادشاه، مولوي سیدحسن، مولوي نادرخان، مولوي خواجه، مولانا عبدالوهاب، مولوي محمدايوب، مولوي سلطان باچا، مولوي عبدالغني، شيخ الحديث عبدالحليم، مفتي محمدفريد، مولاناشيرعلي شاه او مولانا عبدالحق (رحمهم الله).

تدريس: مرحوم حقاني صاحب دتدريس په لومړي کال په دارالعلوم حقانيه کې د مختصرالمعاني، ديوان حماسه، شافيه، شرح التهذيب او نور…کتابونه تدريس کړل. په دويم کال يې خپلو خلکو ته دخدمت په پار دنوموړې مشهورې جامعې دتدريس دنده پرېښوده او د خپلې سيمې په خټينه مدرسه کې يې د تدريس، دعوت او اصلاح چارو ته اوږه ورکړه چې دا له خپل هېواد سره د نوموړي د بې کچې مينې او پېيلتيا ښکارندويې وه، ځکه خو يې له خپلې سېمې د تدريس، دعوت، ارشاد او اصلاح لړۍ وغځوله، تدريس يې طالبانو ته؛ دعوت يې عام ولس ته.

شاګردان: د تدريس په لړ کې محترم حقاني صاحب خپلې ټولنې ته په سلګونه داسې شاګردان وړاندې کړل چې ديني او
علمي ډګرونو ته د سترو خدمتونو مصدر وګرځيدل، چې: شيخ الحديث الطاف الرحمن، شيخ الحديث مولاناعبدالرشيد، د پاکستاني پارلمان پخوانی غړی شيخ الحديث ګوهر شاه، شيخ الحديث غلام محمدصادق، پروفیسور محمدشفيع، شيخ الحديث سلطان عمر خوستی(دامت برکاتهم) د بېلګې په توګه يادولی شو.

د حج لومړنی سفر: مرحوم حقاني صاحب په ۱۳۵۲هـ،ش (۱۳۹۳ هـ،ق سره سم) دځمکې له لارې د حج سفر وکړ، او په دې جريان کې يې د افغان علماوو په شمول د اسلامي نړۍ د مختلفو هېوادونو عالمانو سره د کمونيزم او الحاد پرخلاف د مبارزې په رابطه بحثونه او د افکارو تبادله وکړه.

د شاهي نظام په دوره کې اصلاحي هلې ځلې: د حج له مبارک سفر په راستنېدو چې په هېواد کې د شاهي رژيم وروستي وختونه وو او ديموکراسي لا پخوا اعلان شوې وه، د کمونيزم چټلې مفکورې سر راڅرګند کړی و؛ حقاني صاحب د تدريس ترڅنګ په لويه پکتيا کې دکمونيستي افکارو پرضد هلې ځلې شروع، جلسې منعقدې او اصلاحي مبارزه تانده اوڅپانده کړه.

د سردار داودخان واکمنۍ پرمهال سياسي مبارزه: په ۱۳۵۲هـ ش د چنګاښ په ۲۶ مه سردار داودخان د سپېنې کودتا له لارې واک ته ورسېد، ډېری کمونستان يې پر سترو منصبونو وګمارل شول، چې له همدې کبله دکمونيستي کړيو پرخلاف ديني عالمانو ( د کلا جواد مشائخو په هدايت) او محصلينو ( اسلامي نهضت ځوانانو) خوځښتونه په غځېدو شول. حقاني صاحب له يوې خوا د نکې ځدراڼو د مولوي احمدګل حقاني په (رحمانيه) مدرسه کې تدريس کاوه اوله بله پلوه يې دتورې خېلو د مولوي فتح الله حقاني له (حبيبيه) مدرسې د جنوب ختيز ولاياتو په کچه د کمونستي عقايدو او مذبوحانه هڅو د مخنيوي خوځښت سوق اواداره کاوه، چې بيا يې له لويې پکتيا ان ترکابله پورې خپله سوله ييزه، سياسي او اصلاحي مبارزه وغځوله.

محاصره او هجرت: کمونستي واکمنو کړیو د خپل پرمختګ او د اسلامي مبارزې مخډپ په خاطر څو ځله د حقاني صاحب نيولو هڅې وکړې، چې بالاخره يې د ژندرامې پنځه سوه کسيز لښکر په وسيله د حقاني صاحب پر کور چاپه واچوله، خو نوموړى د خپلې کورنۍ په شمول د ځانګړي تاکتيك له مخې له کوره خوندي وتلی او له خپل فاميل سره د ګړوبې غره ته لاړ او هلته يې استوګنه غوره کړه.

د ګړوبې په غره کې دفاعي جګړه: له څو اوونيو وروسته په نظام کې دکمونستي کړیو په هڅو حکومت د مجبورو قومونو په ملاتړ د حقاني صاحب د نيولو په موخه د ګړوبې غره ته لښکر سوق کړ، حقاني صاحب د څو تنو ملګرو په واسطه د قومي لښکر او حکومتي چارواکو مخې ته د قومي دود له مخې قرآن کریم ور وړاندې کړ؛ ترڅو لښکر واپس او جګړه رامنځ ته نشي، خو د حکومت د هجومي لښکر قومندان د حقاني صاحب غوښتنه ونه منله، حالات ترينګلي او جګړه پېل شوه. حقاني صاحب دفاعي حالت غوره کړی و، نه يې غوښتل چې د لاسه يې قومي خلکو ته مرګ ژوبله ورسېږي، نو ځکه پرې د محاصرې تنګه کړۍ تر ۱۵ ورځو وغځېده، او بالاخره يې له دې غرييزې سيمې هم کډه وکړه. نور چې حقاني صاحب په سمه او غره کې پرېنښودل شو؛ له ټولې مجبورۍ يې د قبايلو په لور د هجرت سفر پېل او له پنځه ورځني ستونزمن مزل وروسته د شمالي وزيرستان دته خېلو او بيا ميرانشاه ته ورسيد. د هجرت په ديار کې يې د هېواد مختلفو سیمو علماوو، قومي مشرانو،پوهانو او مبارزو ځوانانو سره رابطې زياتې کړې څو پر هېواد دکمونیزم راتلونکي سيلاب د مخنیوي لپاره پولادي بندونه پورته کړي.

د ثور کمونيستي کودتا : په ( ۱۳۵۷هـ،ش/ ثور ۷مه) کمونستانو( خلق او پرچم) پر داودخان خونړۍ پوځي کودتا وکړه، او واک ته په رسيدو يې د ديني عالمانو، ولسي مشرانو، مسلمانو افسرانو او مبارزوځوانانو په وژنه او نيونه پېل وکړ او په افغان ملت يې د هرډول وحشتونو بوږنوونکي داستانونه دتاريخ پاڼو ته ثبت کړل.

د وسله وال جهاد لومړني عمليات؛ د زېړوک او وزې ولسواليو فتحې: حقاني صاحب چې د داودخان په مقابل کې پر اصلاحي او سياسي مبارزې تمرکز کاوه، حال دا چې له وړاندې د وسله وال مقاومت ځواک ورسره و؛سلګونه او زرګونه مبارزين يې پيدا کړي وو؛ خو دکمونستي کودتا وروسته يې پر وسله وال جهاد لاس پورې کړ، او د کودتا په شپږمه ورځ يې د پکتيکا زېړوک پر ولسوالۍ فاتحانه بريد وکړ، چې همدا ورځ د وسله وال جهاد پېلامه او د دې لومړۍ فتحې په څلورمه ورځ يې دپکتيا وزې ولسوالي هم فتحه کړه.

د جګړو په ډګرونو کې : حقاني صاحب د نورو قايدانه چارو سربيره زيات وخت دجګړو په ګرمو سنګرونو کې تېراوه، چې په دې لړ کې يې پنځه ځله سخت ټپونه خوړلي. ده دجهادي مورچل سره د زياتې مينې له کبله د تنظيم مرستيالي هم پرېښوده؛ د جګړې دسوق، ادارې او عملي جهاد په پار د خپلوخړو پړو مجاهدينو سره په سنګرونو کې اوسيده. دهېرېدلو نه ده چې نوموړي د خپلې خولې د اقرار له مخې د ۵۰۰ جګړو قومانده په غاړه اخيستې او زياتره يې بريالۍ او د دښمن په درنې ماتې تمامې شوي دي.

غايبانه اعدام : حقاني صاحب چې هر ګزار يې ددښمن په زړه کې څړيکې تېرولې، کمونيستانو دنورو حربو په څېر د روحي فشار په موخه، يو ځل د داودخان په حکومت او بل ځل د کمونيستي رژيم په دوره کې په عايبانه اعدام محکوم کړ. خو الله تعالى دخالدبن وليد وارث پروړاندې ددښمن ټول ارمانونه او هيلې له خاورو سره ګډې کړې.

د تنظيمونو د اتحاد هڅې: د هجرت اوجهاد قافلې په خوځېدو او د مسلح جهاد د پرمختګ لارې په خلاصېدو وې، چې پېښور کې تنظیمونه راوپنځول شول، حقاني صاحب ددې بدمرغۍ ختمولو لپاره د ټولو تنظيمونو ترمنځ  د اتحاد بې سارې هڅې وکړې چې دغو هڅو راټينګ کړی اتحاد بېرته په شړېدو شو، هماغه وه چې د خپل جهاد تقدس او بري په پار يې مولوي محمديونس خالص د خپل جهادي مشر په توګه اعلان کړ.

د قوماندانانو سرتاسري شوری: کله چې دشوروي يرغلګرو او ګوډاګيو پرخلاف په ټولو ولايتونو کې د بېلابېلو تنظيمونو جبهات رامنځ ته شول ورسره جوخت ځينې خپل منځي مخالفتونه وټوکيدل حتی چې تنظيمونو ترمنځ وسله والې نښتې راپېښې شوې؛ حقاني صاحب هڅه وکړه چې د ټولو تنظيمونو قومندانان د سرتاسري شوری ترچتر لاندې سره راټول او متحد کړي، څو اختلافات ختم ، اتحادټينګ، جهادي عمليات منسجم، هېواد له تجزيې ژغورلی او د خپلواک اسلامي نظام د دفاع لپاره ځواکمن پوځ/ اردو جوړه شي. په دې لړ کې يې لومړنۍ غونډه ( ۱۳۶۹ ل / ثور ۱۷) ژوره عمرفاروق رض غونډ ، دويمه غونډه( ۱۳۶۹هـ /سرطان ۲) بدخشان / شاه سليم ، او دريمه لويه غونډه (۱۳۷۰ هـ، ش /دلوې ۸) دژوره په عمر فاروق غونډ کې ترسره شوه.
اوپه وروستۍ غونډه کې ۵۵۰ تنو قومندانانو د هېوادله ګوټ ګوټ څخه ګډون درلود چې په پايله کې په ټول افغانستان کې جهادي عملیات په واحده قومنده او منظمه توګه لاپسې پراخ او دمثبتې اغېزې دلودونکي شول. او د نوموړې شوری له برکته دمجاهدينوترمنځ اختلافاتو/شخړوکچه راټيټه او د خوست ولايت او د بدخشان/ واخان تاريخي فتحې وياړ ترلاسه شو.

عبوري حکومت : حقاني صاحب په سياسي ډګر کې خورا اهم نقش درلود دنمونې په توګه: کله چې(۱۹۸۹م /فبروري ۱۰مه) د راولپنډۍ/ مدينة الحجاج کې د اووګونو تنظيمونو ترمنځ کشاله پيچلې او پرلپسې ناندريو، يوه اوونۍ په بر کې ونيوله؛ لوی مصلح او ټول منلي شخصيت په مدبرانه کړنلاره مشکل حل شو، تنظيمي مشرانو د عبوري حکومت د جوړښت او دتشکيل بشپړه واک ورکړ، په لنډ وخت کې يې د نوموړي حکومت ټول تشکيلات جوړ ، اعلان او ټولو رضايت وړ وګرځېد. هيښونکې دا وه چې د ستر نظامي او سياسي ځواک په لرلو يې بيا هم د ځان لپاره هېڅ منصب ونه ټاکه، ا ود نورو مقاماتو له لوري ددې حکومت دمشرۍ وړاندېز له منلو انکار وکړ.

د کورنۍ جګړو دمخنيوي هلې ځلې: په (۱۳۷۱هـ،ش/ ثور ۸مه) هېواد کې د مجاهدينو اسلامي رامنځ ته او حقاني صاحب دعدليې وزیر په توګه وټاکل شو خو د تنظيمونو دخپل منځي اختلاف له وجې په دولتي سکتورونو کې هماغه پخوانی کمونيستي ټغر غوړيدلی و، ځکه حقاني صاحب يوازې ترنامه محدود اسلامي حکومت کې د وزارت منصب ته هېڅ اعتنا ورنه کړه.

دغه مرحله چې د حزب او جمعيت، وحدت اسلامي او اتحاد اسلامي ترمنځ اختلافات په جګړو واوښتل، چې ترمنځ يې زرګونه بې ګناه افغانان په شهادت ورسېدل او د کابل ښکلې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې ؛ د بدبختۍ ورټولولو په پار حقاني صاحب خپل توان او صلاحيتونه په کار واچول او د جګړه مارو ډلو ترمنځ يې په سختو شرايطو کې دسولې هلې ځلې، غونډې او ناستې ترسره کړې . چې ځينو کړيو لخوا پرحقاني صاحب مرګوني بريدونه هم وشول، خو هغه ترپايه خپلې نه هېرېدونکې هڅې ونه سپمولې، او بې نتيجې ځکه پاتې شوې چې جګړه مارې ډلې د شرق او غرب دلومو ښکار، د قدرت او ماديت دجنون له بريده
اوښتي وو.

د طالبانو له اسلامي تحريک سره یو ځای کېدل: د کورنيو جګړو له امله دحقاني صاحب په زړه کې د اسلامي نظام، سولې او د هېواد د ابادۍ ارمانونه مړژواندي پاتې وو، په خاوره د شر او فساد تغر غوړيدلی او فتنو اوج نيولی و. چې د ولس ژړاګانې او دوعاګانې خدای جل جلاله ته قبولې او په ۱۳۷۳ هـ ش د کندهار له میونده د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ دسپينو بيرغونو وړانګې په غوړيدو او د بدمرغۍ تورې تيارې په ټوليدو شوې.

حقاني صاحب د دې اسلامي تحريك د اهدافو د لا پوره معلوماتو حاصلولو او دنوموړي غورځنګ د جنوب ختيز ولاياتونماينده مولوي احسان الله احسان سره په ګرده څېړۍ کې تر ناستو وروسته نوموړي او ټولو ته معلومه شوه چې د حقاني صاحب او د طالبانو تحريك اهداف په مطلق ډول مشترك دي؛ حقاني صاحب له تحريک سره له يو لړ مسايلو توافق وروسته يووالی اعلان او د شيطاني عناصرو ټولې ناوړه هيلې په ناهيلۍ بدلې شوې.

هغه د تحريک مشرانو ته کامل ډاډ او خوست ته د راتګ بلنه ورکړ، او په خوست کې د طالبانو مثالي اداره چې لا پخوا د حقاني صاحب په لاس جوړه او مشري يې د مولوي عبدالحکيم شرعي په غاړه وه؛سره د ټولو امکاناتو د تحريک مشرانو ته په واک کې ورکړه. پر دې برسيره يې خپل پوځي تجهيزات، مهمات، عرادجات او د جهاد نور وسايل اسلامي تحريک ته وسپارل. ورسره يې د اسلام يو سپاهي په حيث خپلو زرګونو مجاهدين په ګډون د اسلامي تحريک د پرمخيون او ساتنې لپاره ملا وتړله، چې له برکته يې دوه ځله (۱۳۷۵ د میزان مياشت، او په ۱۳۷۶ کال) کابل د شر او فساد له احتمالي سقوط وژغوره، او حقاني صاحب دمشرانو په يو مجلس کې په دې الفاظو وويل : زه دا نشم زغملی چې دعلماوو او طالبانو حکومت دې نسکور شي.

په اسلامي امارت کې : حقاني صاحب د خپل ځانګړي خصوصيت له مخې په هېڅ صورت د منصب غوښتونکی نه و، تر دې وړاندې ډېر ځلې لویې عهدې او څوکۍ ورته عيارې او وړاندې شوي، خو ده يې له قبلولو انکار کړی، البته د اميرالمومنين ملا محمد عمر مجاهد لخوا د يو ځانګړي فرمان او ټينګار په اساس د سرحدونو او قبايلو چارو د وزیرپه توګه مقرر شو، چې د مرحوم امير المومنين يې په کامله معنا اطاعت وکړ او د وزارت چارې يې د نورو پوځي فعاليتونو ترڅنګ په احسنه طريقه ترسره، او د خپل واك په ټول جريان کې يې د هېواد ارضي تماميت کماحقه وساته .

خارجي سفرونه: د ژوند ترپايه يې هېڅ کفري هېواد ته سفر نه دی کړی. سعودي، امارات، قطر، سوډان، بحرين، ليبيا، يمن، مصر، عراق او کويټ هېوادونو ته يې ګڼ شمير سفرونه کړي چې په دې لړ کې يې سعودي ته تقريبا ۳۰ د حج مبارک سفرونه دي. او په هر سفر کې داسلامي نړۍ علماء کرامو او دعوتګرانو سره ليدنې کړي ،دوی او په واسطه يې نورو مسلمانانو ته د جهاد بالنفس والمال دعوت ورکړی . د مرحوم حقاني صاحب، د ده کورنۍ او د خليفه سراج الدين حقاني – حفظه الله – په شمول يوه نېکبختي دا هم وه چې د حج د سفرونو پر وخت يې څو ځله خانه کعبې ته په داخليدلو مشرف شوي، دا د شاهي حاکمې کورنۍ لخوا نوموړي ته د خورازيات احترام له امله وو.

ځانګړتياوې: په عقيدوي او فکري لحاظ د اهل السنة والجماعة د منهج لاروی او د حنفي مذهب مقلد او د ديوبندي مسلک پير و او په تصوف کې يې د کلا جواد د ضياءالمشايخ صاحب سره د نقشبنديه په سلسله کې بيعت کړی و. د مسلمانانو ترمنځ د مذهبي، تنظمي، قومي او ژبني اختلافاتو، خرافاتو او بدعاتو سخت مخالف و. د مسلمانانو وحدت يې لوړ ارمان او دقران او حديث په رڼا کې د سلف صالحينو او مجتهدينو امامانو په قدم تګ يې د امت د نجات يوازينۍ لاره ګڼله او پر همدې باندې يې خپله عمل او نورو ته توصیه کوله. د جهاد په ډګر کې د ټولو تنظيمونو مجاهدين د ده لپاره د يو لاس ګوتې وې، که چېرته به هم د بل هر تنظيم مجاهدينو د جهاد لپاره اړ وو، هېڅ يې نه ترې دريغ کول او د ضرورت په اندازه يې مرسته ورسره کوله، خپلو مجاهدينو سره يې د وسلو مهماتو او مبلغ په مواردو کې د دوی د غوښتنې څخه زيات دامکاناتو ترحد ورکړه کوله.

دوامداره تقوی، جهادي ډګر کې شجاعت او ثبات، په هر حالت کې له بیت المال سره احتياط، له هر مسلمان سره په تواضع او خاکسارۍ چلند، عام تام سخاوت، د شخصي مخالفينو او معاندينو پر وړاندې عفوه، پر يتيمانو ،اسیرانو، مسکينانو بې کچې عاطفه او ترحم، په ديني او سياسي مسايلو کې علمي او سياسي بصيرت، په اضطراري حالاتو کې په ځای پرېکړې او اقدامات د محترم حقاني صاحب کم سارې ځانګړتياوې وې.

نظامي خدمتونه: حقاني صاحب د جهاد سوق او ادارې لپاره د عمومي محاذ (ج – ج محاذ) لاندې د لويې پکتيانه تر غزني، لوګر او ميدان وردګو پورې په اوايلو کې ګروپونه او جبهات فعال کړل. وروسته يې د تعرضونو، اکمالاتو، روزنې او فتحه شوو ځايونو د ساتنې لپاره په خپل ابتکار په لويه پکتيا کې څلور منظم غونډونه او په ميرانشاه کې يو حربي پوهنتون په دې نومونو تاسيس کړل: ١- د سلمان فارسي رض غونډ. ٢- د حضرت عمر فاروق رض غونډ. ٣- د ابو جندل رض غونډ. ٤- د زرهداروغونډ.۵ – د حضرت عبدالله ابن مبارك حربي پوهنتون. ديادونې ده چې په حربي پوهنتون کې يې دپوځي او فکري روزنې لپاره مسلکي افغاني افسران په استاذۍ ګمارلي وو.

ټولګټې( عام المنفعه)خدمتونه:

الف – د ښوونې او روزنې په برخه کې يې د هېواد په دننه او هجرت ديار کې ۱۴۰ بابه مدرسې، ابتدايي او منځني ښوونځي تأسيس کړي چې له جملې يې انجمن القران (عالي لېسه)، منبع العلوم- ميرانشاه، منبع الجهاد –خوست، او نورالقران – مټه چېنه؛ سترې جامعې،دغه راز د شيخ زايد-خوست پوهنتون تاسيس ، بنو داراليتام ، خوست داراليتام چې دتعلیم او تربيې ترڅنګ د ژوند د اسانتیا ټول اړخونه پام کې نيول شوي وو؛ ديادونې وړ دي.

ب- د تعميراتو په برخه کې : د هجرت په ديار /کمپونو او لويه پکتيا کې تر ۱۰۰ محرابه جوماتونو ودانۍ جوړول، چې له جملې يې «خوست جامع مسجد»، ميرانشاه کې « محمد مصطفی (ص)جامع مسجد» ، «مټه چېنې جامع جومات» او د سرحدونو چارو په وزارت کې د «خواجه محمد جومات» د بېلګې په توګه يادولى شو.

دغسې عامې لارې او سړکونه، لکه : د غلام خان- ګربزو ولسوالۍ بوري خېلو پورې، د ژورې – تر ليژې خولې پورې، د ګردې څېړۍ- تر فخرې او له فخرې – زرمت ولسوالۍ تر پولې پورې لسګونه کيلو متره سړکونه .

ج- د روغتيا په برخه کې دمجاهدينو او مهاجرينو لپاره په مرانشاه کې مرکزي مجهز روغتون او په جبهاتو کې ګرځنده کلينيکونه او ترڅنګ يې د شهيدانو، زخميانو او ناروغانو رسولو لپاره مبولانسونو درلودل.

د – فرهنګي او نشراتي برخه کې د منبع الجهاد ( پښتو، دري، عربي) او د نصرت الجهاد ( اردو) مياشتنۍ مجلې، د جهاد هنداره ( پښتو )اوونيزه او ګڼ شمېر جهادي، علمي اصلاحي او ادبي کتابونو چاپ او خپرول.

په ترڅ کې يې د مجاهدغږ راډيو درې دستګاوې چې ديني، خبري، سياسي، ادبي، معلوماتي او د سنګرونو تازه راپورونه نشرول او څلورساعتيزه خپرونې يې د سهار او ماښام لخوا درلودې. او دا ډول د جهادي اثارو د خوندیتوب په موخه د ژوره په سیمه کې د یو مجهز جهادي موزیم جوړول .

هـ – د افغان مهاجرينو او مجاهدينو دستونزو د حل په برخه کې په پېښور، اسلام اباد، ابوظبۍ، دوبۍ، العين، شارجه، د سعودي عربستان په جده، رياض او مکه معظمه کې نمايندګۍ درلودل . او دسياسيونو، معيوبينو، يتيمانو، مجاهدينو او مهاجرينو د استوګنې او اړتيا پوره کولو لپاره په پېښور کې مستقلې حويلۍ درلودل.

دغه راز د شهيدانو يتيمانو ته د مستقلې ادارې له لارې په ټاکلي اندازه مياشتنی نقدي کومک او د دې برسېره د مجاهدينو او مهاجرينو له کورنيو سره د امکان ترحده مرسته کول.

د سپتمبر۱۱ پېښه: د ۲۰۰۱ م، دسپتمبر ۱۱مې پېښې په رامنځته کېدو امريکې او متحدينو يې پر افغانستان د پوځي يرغل تکل وکړ، د حقاني صاحب په شمول د اسلامي امارت مشرانو به امریکايانو ته تکراروله، چې بريدونو په اړه پر اسامه بن لادن د تورونو اسناد او شواهد دوی ته وسپاري او يا دې يې په دريمګړي هېواد کې محکمه کړي. خو د امريکايانو اصل هدف په افغانستان کې داسلامي نظام له ړنګول، خپل لاسپوڅی سيکولر رژيم رامنځته کول او خپل پوځي دايمي حضور و؛ نورې قضيې محض تورې پلمې وې.

حقاني صاحب ته وړانديزونه: اړينه ده چې ياده يې کړو؛ امريکا ديرغل په اوايلو کې له بېلابېلو لارو حقاني صاحب ته وړاندیزونه وکړل چې : له طالبانو جلا شه، د افغانستان د فاع وزارت درته وسپارو او خپل مجاهدين دې په کابل کې په امن وي، او يا به د جنوب ختيزو ولاياتو ټول واک درته وسپارو. خو حقاني صاحب يې وړانديزونه په داسې ټکو رد کړل چې د هيلو مزي يې وروشلول، او دجهاد لپاره يې خپل قوي دريځ تازه کړ، ويې ويل: ترڅو چې په افغانستان کې يو امريکايي پوځي موجود وي، اسلامي نظام حاکم نه وي او هېواد مو په تمامه معنا ازاد او خپلواک نه وي، هيڅکله به د مقدس جهاد سنګر پرېنږدم. له دې وروسته امريکايانو په تورليست کې شامل او پر سر يې نقدي جايزې اعلان کړې. له امريکايي تاړاک وروسته يې متصل؛ د کرزي په منځ مهاله دوره کې له حقاني صاحب په نظام کې برخه اخیستنې غوښتنې وکړې؛خو حقاني صاحب بيا هم خپل پخوانی موقف ورته تکرار کړ.

د امريکايي يرغل پر وړاندې: دا چې ملګري ملتونه د امريکايي ګټو ساتونکي دي، د امنيت شوری يې د خپل منشور پرخلاف په افغانستان د امريکاترمشرۍ لاندې صليبي ايتلاف ناروا تجاوز په رابطه يو طرفه، او ظالمانه پرېکړه وکړه او نوموړي ايتلاف په د ۲۰۰۱/ اکتوبر ۷مه پر افغانستان وحشيانه پوځي بريد وکړ،دغه بريد ۴۵ورځې دوام وکړ. چې په دې لړ کې پر حقاني صاحب د جګړې په لومړۍ کرښه او بيا په وزير اکبر خان کې د ده په کور بمونه ووريدل. له کابل څخه ګردېز ته د راتګ پرمهال د لارې په اوږدو کې تر بمبار لاندې راغی او په ګردېز کې يې هم پر کور هوايي بريد و شو، کله چې حقاني صاحب خوست راغی دښمن د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځنې خېلو سیمې د حاجي سراج الدين په کور کې پرې درنه بمباري وکړه او حقاني صاحب هم په دې بمبارۍ کې سخت ټپي شو، خو دعصر خالد بن وليد عزم لا هماغسې وسپنيز و. د زخمونو له جوړېدو وروسته يې يو ځل بيا په مستقيم ډول خپلو مجاهدينو ته پر امريکايانو/ اجيرانو د بریدونو قومنده ورکړه، په پټه او ښکاره ډول يې د مجاهدينو د بيا تنظيم سوق ادارې چارې ته اوږه ورکړه.

د امارت له مشرۍ انکار، او د اتحاد ساتنې تاريخي درس: هغه وخت چې له مشرتابه، او ځينو لوړ رتبه مشرانو سره رابطې ستونزمنې وې؛ يو شمېر اشخاص ورته راغلل او ترې ويې غوښتل چې خپل قيادت اعلان کړي، حقاني صاحب په ځواب کې ورته وويل: ١- عاليقدر اميرالمومنين ملامحمد عمر مجاهد ژوندی دی.

٢- داسې عمل (کفر بواح/ څرګند کفر)چې مخالفت یې جایز شي؛ نه دی کړی. ٣- استعفاء اوعزل يې نه دی شوی.

نو دبل قيادت اعلان ته ضرورت څه دی؟ په زغرده وايم چې اوس هم له اميرالمومنين سره زموږ هماغه بيعت پر خپل ځای دی او تاسو ته هم دا توصيه کوم چې له داسې خبرو او هڅو څخه په کلکه ډډه وکړئ. وروسته چې د اسلامي امارت اداري تشکيلات منظم شول؛ حقاني صاحب د اسلامي امارت د محترم مقام لخوا د رهبري شوری دغړي په صفت وټاکل شو، خو مرحوم حقاني صاحب د دې لپاره خپل دويم ځوي الحاج خلیفه سراج الدين حقاني- حفظه الله- خپل نائب او خلیفه وټاکه، څو د مجاهدينو چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ نشي.

د خپلو بچيانو په شهادت يې ايمان تازه کوونکی تاثر: د حقاني صاحب قبيلې اړوند د شرقي او غربي يرغلونو پرخلاف جهاد کې تر ۶۰تنو شهيدان ورکړي،چې په دې سلسله کې يې ورور (قومندان اسماعيل حقاني) او څلورو بچيانو (ډاکټر نصيرالدين حقاني، حافظ بدرالدين حقاني، حافظ محمد حقاني او طالب العلم عمر حقاني) هم په دې مبارزه کې خپل سرونه ايښي دي. په هر ځل چې ورته د خپلې کورنۍ د کوم غړي د شهادت خبر رسېدلى په ځواب کې يې د الحمدلله په ويلو سره د الله تعالى شکر اداء کړى، او بيا يې ويلي « دا به نه زموږ اولنى شهيد وي او نه هم اخيرنى». مرحوم به ويل : شهادت هغه لوړ مقام دى چې الله تعالى يې په خپلو نېږدې بندګانو پېرزو کوي، دا په ځانګړي ډول زما د خپل خاندان لپاره د الله تعالى له طرفه يو سعادت دى، او د الله -جل جلاله- په نزد په دې وياړم چې د کورنۍ غړي مې الله تعالى په خپله لاره کې د شهيدانو او مجاهدينو په توګه قبول کړل.

د الحاج مولوي جلال الدين حقاني – رحمه الله – د وفات لړزوونکی اعلان : ستر غازي، لوی مصلح، مولوي جلال الدين حقاني – رحمه الله- ديني، علمي،سياسي،جهادي او اجتماعي ډګرونو ته تر سترو خدمتونو وروسته په دژوند په ورستيو کلونو کې ناروغ شو، چې دې ناروغۍ يې څو کلونه دوام وکړ او د ده د وفات سبب وګرځيده – انالله وانا اليه راجعون-

اولادونو ته يې ميراث: له مرحوم حقاني صاحب – نورالله مرقده – څخه په ميراث د ده د قول له مخې، چې وايي: زما او لادونو ته په ميراث صرف: د منبع العلوم مدرسه، د کور کتابخانه او د اسلام د لارې سپېڅلي مجاهدين پاتې شول.

دعا: دکايناتو سترڅښتن – جل جلاله- دې د مرحوم حقاني صاحب ټول خدمتونه قبول او په خپلو ابدي انعامونو ونازوي. او د ده ټول ارمانونه (د هېواد خپلواکي، شرعي نظام، تلپاتې سوله ) دې د ده د پاتې وارثانو، فکري لارويانو او مجاهدينو په لاس تکميل کړي. آمين.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

زما تبصره ولی نشر ته نسپاری؟ همدا مولوی نه وه چی دPeter Tomson تر مشری لاندی یی د پیښور په حیات آباد کی د افغانستان د قوماندانانو د شورا مشری کوله؟ تاریخ به د ده کارنامی هیری نکړی. د کابل په داخلی خنګونو کی یی د چهلستون د ماټی ټول وسایل، د کابل د جنګلک د فابریکی ټول وسایل پاکستان ته منتقل کړل. افرادو یی چور او چپاول واچاوه اوس ورته خالد بن ولید وایی. الله به تاسو سره حساب کوی.