
روسیه: له کوم شرط پرته د سولې د توافقنامې ملاتړ کوو
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): روسیه وايي، له کوم قید او شرط پرته د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د احتمالي توافقنامې ملاتړ کوو.
دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د روسیې هیواد دایمي استازي «واسبیلي نبنیزیا» وکړې، نوموړي وویل « مسکو تیار دی، پرته له دې چې وګوري د سولې توافقنامه د کومو جهتونو له لوري لیکل شوې؛ ددې توافقنامې ملاتړ کوي».
نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې، چې د سولې په توافقنامه کې د امنیت شورا رول څه دی، وویل « تر دې دمه په دې تړاو نظر ورکول ناشوني دي، ځکه موږ د سولې توافقنامې متن نه دی لیدلی».
روسیه داسې مهال له کوم شرط پرته د افغان سولې ملاتړ اعلانوي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې پای ته رسېدلي او د دواړو لورو تر منځ لیکل شوې توافقنامه لاسلیک ته اماده ده.
د امریکایي رسنیو د راپورونو په اساس، د سولې توافقنامه تېره ورځ ماسپښين مهال د متحده ایالاتو ولسمشر ته وړاندې شوې.