د نقل مخنیوي لپاره ښوونکي زده کونکو ته کاغذي کوتۍ ورپه سر کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د میکسیکو ایالت په تلاکسالا ښار کې یوه ښوونکي د فارغېدو په ازموینه کې د نقل مخنیوي لپاره له یوه ځانګړي تخنیک څخه کار اخیستی چې زده کوونکو ته یې کاغذي کوتۍ ورپه سر کړي دي.

د ازموینې په خونه کې دغه عکس په ټولنیزو رسنیو کې هم د پام وړ ګرځېدلی او د خلکو ترمنځ یې بحثونه رامنځته کړي چې ایا د ازموینې پرمهال د ښوونکي دغه کار مناسب دی که نه؟

د راپورونو له مخې د تلاکسالا په لسانس کالج کې ښوونکي «لویي هواریز ټيکسس» د ازموینې پرمهال د نقل مخنیوي لپاره د زده کوونکو پر سر کوتۍ یا ډبي ایښي دي چې یوازې مخکینۍ برخه یې پرانیستل شوې ده تر څو زده کونکی یوازې مخامخ لور ته وګوري.

دغه عکس ته په ټولنیزو رسنیو کې د زده کوونکو مور او پلار غبرګون ښودلی او دا یې «غیر انساني عمل» یاد کړی، دوی د یاد کالج مدیر څخه غوښتنه کړی تر څو د ښوونکي پر وړاندې قانوني اقدام وکړي.

البته ددې سربېره پر انترنیت ځینو نورو کسانو د ښوونکي دغه کار ستایلی او دا یې یوه جالبه پېښه ګڼلې ده.

د یادونې ده چې دغه ډول یوه پېښه په ۲۰۱۳م کال کې د تایلینډ په یوه مکتب کې هم رامنځته شوې وه چې یوه ښوونکي پر زده کونکو په زوره د «نقل مخنیوي خولۍ» په سر کړې وې چې د ستر کاغذ څخه چمتو شوې وې له کومو چې یوازې مخامخ لیدل کیدلای شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د