افغانستان

ناټو: د افغان سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا نهم پړاو خبرې پای ته رسېدلي او دواړه لوري د ترتیب شوې توافقنامې لاسلیک ته شېبې شماري؛ د ناټو سازمان وايي، د افغانستان د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي.

د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر «مایک پمپیو»سره په خپله لیدنه کې کړې، ینس ویلي، له پمپیو سره یې د افغانستان د سولې او ثبات اړوند بحثونه کړي او د سازمان هر غړی یې تیار دی له دې پروسې هر اړخیز ملاتړ وکړي.

نوموړي ددې تر څنګ د امریکایانو په یوه مرکز «ګرین ویلیج» باندې د طالبانو حمله غندلې او له دولتي عسکرو یې خپل ملاتړ څرګند کړی.

ناټو سازمان داسې مهال د سولې له پروسې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکوي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې یوه توافقنامه لاسلیک شي، چې له مخې به یې، د څلور نیمو میاشتو په موده کې امریکايي عسکر پنځه نظامي اډې تخلیه کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x