
پکتيا: د احمد ابا ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د پکتيا ولايت د احمد ابا ولسوالۍ امنيه قومندان په يوې بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
د پکتيا امنيه قومندانۍ وياند سردار ولي تبسم وايي چې د احمد ابا ولسوالي امنيه قومندان سرور حسن خيل تيره شپه
شاوخوا لس بجې په ګزمه بوخت و چې له يو بل پوليس سره يو ځای په چاودنه کې ووژل شو.
محمد سرور حسن خيل په امنيتي ځواکونو کې له ډېرو کلونو راهيسې دنده ترسره کوله او له تيرو دريو کلونو راهيسې د يادې ولسوالۍ د امنيه قومندان په توګه ټاکل شوی و.
طالبانو په نوموړي د بريد مسؤليت منلی دی او ويلي يې دي چې د احمد ابا ولسوال یې له شپږو پوليسو سره يو ځای وژلی دی.
#الفتح:
مهم خبر: تیره شپه د پکتیا ولایت احمدابا ولسوالۍ اړوند سلام خیلو سیمه کې د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندان(سرورحسین خیل) دسپرلۍ په موټر تکتیکي چاودنه وشوه.
په پیښه کې خپله امنیه قومندان له ۶ ساتونکو سره ځای په ځای ووژل شو او موټر یې هم په بشپړه توګه له منځه تللی. pic.twitter.com/7sod7BQ8Cw— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) September 4, 2019
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په خارجي او داخلي عسکرو بريدونه زيات کړي دي چې له امله يې د عسکرو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.