افغانستان

رومانیا په ګرین ویلیج کېمپ کې د خپل یوه ډيپلوماټ د وژل کېدو خبر ورکړی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د رومانیا هیواد چارواکي وایي، په ګرین ویلیج کېمپ باندې د طالبانو د برید په مهال یې یو ډيپلوماټ وژل شوی او بل ټپي دی.

د رومانیا هیواد لومړۍ وزیرې «ویوریکا» په  خپل ټویټر لیکلي « په ګرین ویلیج کېمپ باندې دطالبانو د برید په پایله کې د افغانستان لپاره د رومانیا هیواد یو ډيپلوماټ وژل شوی او بل ټپي دی».

نوموړي زیاته کړې « موږ دا ترورستي برید په کلکه غندو، د وژل شویو کسانو له کورنیو سره په غم کې برابر شریک یو او ټپيانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کوو».

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې طالب سرتېرو په کابل کې د بهرنیانو په یوه کېمپ «ګرین ویلیج» باندې برید وکړ چې په پایله کې یې ګڼ شمېر بهرنیان ووژل شول.

د کورنیو چارو وزرات بیا وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي وبلل او تر څنګ یې د ۴۰۰ بهرنیانو د ژغورلو خبر ورکړ.

د راپورونو په اساس، په ژغورل شویو کسانو کې د رومانیا هیواد سفیر هم شامل وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x