افغانستان

ملګري ملتونه: د جګړې ښکېلي خواوې دې تشدد ودروي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازیتوب د بهرنیانو په یوه کېمپ باندې د طالبانو برید غوسه کړی او د جګړې په ښکېلو خواوو یې غږ کړی، چې خپل تشدد دې ودروي.

یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي« طالبانو د دوشنبې د ورځې د حملې پړه په غاړه اخستې، چې له امله یې تر ۱۰۰ زیات ملکي وګړي ټپيان او وژل شوي وو، له دې سره، سره په تېرو څو ورځو کې طالبانو په بغلان او کندز باندې بریدونه کړي او ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې».

یوناما ددې تر څنګ د دولتي عسکرو له لوري ملکي وګړو ته اوښتونکي تلفات د اندېښنې وړ بللي او د ملکي تلفاتو مخنیوي ته یې د امنیتي سرچینو د پاملرنې غوښتنه کړې.

ملګري ملتونو افغانستان په سیاسیونو هم غږ کړی او اوسنی وخت یې د هغوی لپاره د یووالي او اتحاد ښه فرصت بللی.

ملګري ملتونه وروسته له هغه د تشدد د کمولو غږ کوي، چې دوې ورځې وړاندې طالب سرتېرو په کابل کې واقع د «ګرین ویلیج» په نوم د بهرنیانو یو کېمپ په نښه کړ، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر بهرنیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x