ورزش

مصباح الحق د پاکستان لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ بورډ د تېرې اوږدې مودې راهیسې د مشر روزونکي په ټاکلو کې یو شمېر ستونزې درلودې چې بالاخره یې نن د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ.

د پاکستان کرېکټ بورډ څخه په خپاره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې لوبډلې پخوانی لوبډلمشر مصباح الحق نوی مشر روزونکی او د غوراوي کمیټې مشر وټاکل شو.

همدا ډول پاکستانی وقار یونس د پاکستان لوبډلې د توپ اچونې روزونکي په حیث وټاکل شو. پاکستان کرېکټ بورډ د دواړو سره د درې کالو تړون لاسلیک کړ.

له دې وړاندې د پاکستان لوبډلې ټول روزونکي بهرني وو چې په نړیوال جام کې له خرابې کارکردګۍ وروسته یې د پاکستان کرېکټ بورډ د ګوښه کولو پریکړه وکړه.

د مصباح الحق لپاره په نړیواله کچه دا لومړی وار دی چې د لوبډلې روزنمشري کوي خو نوموړي په ټولو فارمیټونو کې د پاکستان لوبډلې مشري کړې او د ټیسټ سیالیو تر ټولو غوره پاکستانی لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x