
هالنډي خبریال په افغانستان کې د ښوونځیو جوړولو لپاره مرستې راټولوي
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): یو هالنډی خبریال په افغانستان کې د ښوونځیو د جوړولو او بیا رغونې په موخه له هالنډيانو مرستې راټولوي.
دغه خبریال « سندر کارمر» نومېږي او تېره ورځ یې د پوهنې وزارت له لوري په برابره شوې مېلمستیا کې ګډون کړی وو.
نوموړي د پوهنې له وزیر سره په ګډه ناسته کې د افغان ښوونځیو د بیا رغونې او جوړونې لپاره د خپلو هلو ځلو خبر ورکړ او تر څنګ یې له یاد وزارت سره د سل زره ډالرو په ارزښت د یوه ښوونځي د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ.
د پوهنې وزیر له نوموړي مننه کړه او د افغان معارف په برخه کې یې د سندر هڅې وستایلې.