۷ خواړه چې پوستکی مو ژر زړوي او ۷ خواړه چې ځوان یې ساتي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): ډیری داسې محصولات یا خواړه شتون لري چې پر بدن مو ژر او جدي اغیز کوي، ځان ترې وژغورئ، لکه ناسالم غوړ، بوره، مالګه، الکول او آن کافیین، دغه څیزونه کولای شي په بدن کې بېلا بېل پروتین له منځه ویسي او وچوالی رامنځته کړي، کوم چې زمونږ پوستکی تر ټولو بد حالت ته وړي.

یوې لیکوالې «جولیا لوباچ» په خپل یوه راپور کې چې د روسیې په «اف بي ري» ویبپاڼه کې خپور شوی هغه خواړه وړاندې کړي کوم چې انسان ژر زړوي او پوستکی له غونجوالي سره مخ کوي:

بوره/خوږه: لیکواله په خپل راپور کې لیکي چې بوره وزن زیاتوي او پوستکی غونجوي.

غوړ: هغه غوړ چې په فاسټ فوډ یا سره کړي خوړو کې موندل کیږي هم پوستکی ژر له غونجوالي سره مخ کوي، دغه خواړه د پوستکي سربېره زړه او رګونو ته هم زیان رسوي او هم په پوستکي کې د رګونه جریان کمزوری کوي چې په پایله کې د بوډاوالي نښې راڅرګندیږي.

شراب یا الکول

مالګه: مالګه مایعات له ځان سره ساتي، لیکوالې په راپور کې زیاته کړې چې په خوړو کې د مالګې زیات استعمال لکه په پنیر، بیتزا، الوګانو او داسې نورو.. بدن کې اوبه وچوي چې د مخ د پړسوب لامل کیږي، ددې سربېره مالګه د حجرې له منځه وړي او له وچوالي سره یې مخ کوي، چې له کبله یې پوستکی وچیږي او غونج شي، او په پایله کې د زړښت نښې ښکاره شي.

کافي/کافیین: کافیین چې په کافي کې په پراخه کچه موندل کیږي د مایعاتو مخنیوی کوي، او پوستکی له تازه کېدو ژغوري، په دې سره پوستکی وچ او نازک شي، ددې لپاره د کافي څښلو وروسته باید اوبه وڅښل شي چې پوستکی نورمال حالت ته راشي.

جوړه شوې غوښه: په اکثره هېوادونو کې د جوړې شوې غوښې استعمال زیات وي، په دې کې د مالګې او د هغې موادو چې د غوښې د خرابوالي مخنیوی کوي استعمال زیات وي، دغه څیزونه پوستکی د وچوالي او التهاب ښکار کوي، دغه مواد بدن کې ویټامن سي هم له منځه وړي، دغه ويټامن د بدن ځوان ساتلو لپاره ضروري عنصر دی.

چپس: هغه خواړه چې په لوړه تودوخه کې په غوړو یا تېلو کې پخیږي د کیمیاوي عکس العمل لامل کیږي، چې د پوستکي حجرې له منځه وړي.

ددې خوړو برعکس هغه خواړه چې پوستکی مو تازه، ځوان او نرم ساتي په لاندې ډول دي:

انار: کوم چې په پراخه کچه ویټامینونه او د اکسایډ ضد ماده لري، همدغه ډول د لمر وړانګو زیان پر وړاندې مقاومت کوي.

زیتون تیل: د زیتون تېل اومیګا ۳ اسیدونه لري کوم چې پوستکي لپاره ګټور دي.

توت: توت د اکسایډ ضد مادو څخه برخمن دی، کوم چې د پوستکي حجرو لچک ساتلو کې مرسته کوي او د وینې فشار ټيټوي.

شین چای: بدن د اکسایډ له اغیزه ژغوري.

شنه سبزي: پاڼه لرونکي سبزي لکه پالک، دا د التهاب ضد ځانګړتیاوې لري، او د A، C او K ویټامن لري.

ماهي: ماهي اومیګا ۳ اسیدونه لري او همدا ډول ګټور غوړ لري.

اوبه: اوبه د زړښت پر وړاندې غوره کارکردګي ترسره کوي، د ورځې په بېلا بېلو وختونو کې په مسلسل ډول اوبه څښل په کار دي، دا د میتابولیک پروسو ملاتړ کوي او پوستکی د وچوالي څخه ژغوري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د