نظــر

له مرحوم حقاني سره د حج یوه خاطره

وحید الله ژمن

په ۱۹۹۸ کې د حج په مبارک سفر له اسلام اباده تللو، مرحوم حقاني صاحب د هغه یو ورور غالبا به حاجي ابراهیم و او یوه دحقاني صاحب مېرمن هم راسره ملګرې وه، په دې سفر کې موږ نور هم ډیر شناخته ملګري درلودل زموږ پرواز اخیري و، د عرفې ورځې ته دوې ورځې پاته وي نوځکه دحج قران په نیت په میدان کې احرامونه وتړل، نور ټول ملګري پوره وه خو حقاني صاحب لږ وځنډید، کله چې د الوتنې وخت پوره سو حقاني صاحب هم احرام تړلی په خپل کروزین موټر کې را ورسید، موږ ټول خوشاله سوو.

داچې وخت بیخي کم و له ستړې مشي وروسته یې دستي په اسلام اباد کې زموږ دسفارت له سکرتره اوس رانه هیر دی چې سهیل شاهین صاحب و که حبیب الله پوځي خو په دوی دوو کې یو ضرور و د ټکټ او پاسپورټ پوښتنه وکړه، خو په تاسف سره چې هغوی د ده کار نه و کړی، اوس یوه طرف ته د الوتنې وخت بیخي پوره او بل طرف د ده کار نه دی سوی، هغه هم د سفارت د یوه مامور د غفلت له امله، دا وخت موږ ټول د ده سخت غبرګون ته انتظار و، خو هغه مبارک دومره پر خپل ځان او خپلې غصې حاکم و چې هیڅ یې هم ونه ویل، د سفارت سکرتر هم سخت خجل و عذرونه یې شروع کړل، خو حقاني صاحب هیڅ هم ونه ویل، موږ ته یې وویل تاسو درځئ زما پاته کیدل به دتقدیر فیصله وي، نور یې سر کښته کړ او له خپل عادت سره سم په ذکر کولو اخته سو.

موږ هم سخت پریشانه سو او په نه زړه مو رخصت ځیني واخست، موږ الوتکې ته پورته سوو، د تقدیر فیصله وه الوتکې شاوخوا درې ساعته پر میدان انتظار وکړ، چا ویل خرابه ده، چاویل چې کوم مهم چارواکی نه دی راغلی، خو موږ ته یې تر پایه دځنډیدلو لامل نه سو مالوم الوتکه د سعودي ایرلاین وه خیر مازیګر مهال الوتکې پرواز وکړ او له څه وخت وروسته زه ولاړ سوم تر څو له یوه بل ملګري سره چې له موږ مخکې ناست خواله وکړم، که ګورم چې حقاني صاحب هم راغلی او ناست دی په لیدلو یې سخت خوشاله سوم بیا مې ستړې مشې ورسره وکړه راته ویل یې چې ستاسو له تګه وروسته سکرتر بیرته سفارت ته ولاړ، له هغه ځایه یې ټکټ او پاسپورټ راوړه، شاوخوا دوه ساعته ما انتظار ورته وکړ، خو بیا هم خوشبختانه الوتکه انتظار وه، داچې الوتکه د سعودي وه او شاوخوا ۹۰۰ سپارلي یې انتقالول، زه فکر نه کوم چې حقاني صاحب ته دې دومره اوږد انتظار کړی وي، البته دا د حقاني صاحب یو کرامت ضرور بللی سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x