افغانستان

د اشرف غني د لومړی مرستیال امرالله صالح استقبال په بوتلونو وشو – ویدیو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح په کاپيسا ولایت کې په بوتلونو استقبال شو.

امرالله صالح د کابل څخه کاپيسا ته د دولت ساز ټیم لپاره کمپاین ته تللی و.

هغه چې یوې کمپایني غونډې ته يې وینا کوله له خلکو تر هغه وروسته وغوښتل چې د نوموړي خبرو ته يې غوږ نه کېښود چې «آب جنګۍ» ته ادامه ورکړي.

د صالح د وینا پر مهال ګډونوال په خپلو منځونو کې سره اخته ول او هیچا یې خبرو ته غوږ نه کېښود. همدا راز خلک په خپلو منځونو کې د اوبو په بوتلونو په ویشتلو اخته ول.

دغه مهال امرالله صالح له خلکو غوښتل چې د دوی ټیم او ټاکنیزې نښې چې قران کریم دی رایه ورکړي.

د امرالله صالح د وتلو سره سم ګډونوالو د سټیج پر لور د بوتلونو ویشتل پیل کړل او غونډه د ګډوډۍ سره ختمه شوه.

د دې ولایت اوسېدونکي وايي چې د دولت ساز ټیم مشر اشرف غني له خلکو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او خلک تېرباسي.

دا په داسې حال کې چې په پکتیا او هرات ولایتونو کې هم د اشرف غني د ټیم ټاکنیز کمپاینونه د ګډوډۍ سره مخ ول.

په پکتیا کې د اونیو کمپاینونو وروسته یواځې څو سوه کسان د اشرف غني خبرو ته راغلي وو.

له دې وړاندې د اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم انتخاباتي کمپاین په هرات ولایت کې هم د خلکوله مخالفت سره مخ شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x