افغانستان

افغانستان په لومړي ځل د چابهار له لارې هند ته میوه صادره کړه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې د ایران د چابهار بندر له لارې يې په لومړي ځل هند ته میوه صادره کړې ده.

تېره ورځ د چابهار له لارې په لومړي ځل ۲۰ ټنه انګور هند ته صادر شول.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې اوس يې په ازمايښتي ډول لږ انګور د هند ممبۍ ته د نیمروز ولایت او بیا د چابهار بندر له لارې د هند ممبۍ ته صادر کړل چې یوه اونۍ وخت یې ونیو.

یاد وزارت زیاته کړې چې افغانستان به په اینده کې له دې لارې صادرات زیات کړي.

په عین حال کې د سوداګر او صنعت وزیر اجمل احمدي پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي چې افغانستان به د چابهار له لارې په اینده درې اونیو کې ۱۰۰ ټنه اموال صادر کړي.

نوموړي زیاته کړې چې تر دې دمه افغانستان د چابهار له لارې ۷۰۰ ټنه اموال صادر کړي او ډیر زر به له دغې لارې انار او مڼې هم هند ته صادر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x