افغانستان

د طالبانو او امریکا هوکړې کابل حکومت اندېښمن کړی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالب او امریکایي چارواکو تر منځ نهم پړاو مذاکرات پای ته رسېدلي او دواړه لوري د توافق لاسلیک ته شېبې شماري؛ کابل حکومت وایي، د هوکړې په تړاو بشپړ معلومات نه لري او په دې برخه کې اندېښنې ورسره دي.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر باندې کابل حکومت د سولې د پروسې پیلوونکی بللی او په دې برخه کې یې د مشورتي لویې جرګې رابلل د حکومت د عملي ګام یوه بېلګه یاده کړې، نوموړي زیاته کړې « د افغانستان حکومت د سولې له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي، چې افغانستان ته یو سرتاسري ثبات راوړي؛ خو د حکومت اصلي اندېښنه د طالبانو او امریکا د توافقنامې او له دې توافقنامې وروسته د منځته راتلونکو خطراتو د مخنیوي په برخه کې ده».

د صدیقي په خبره « لکه څنګه چې امریکايي سناتواران او پخواني چارواکي ددې توافقنامې په برخه کې اندېښنې لري همداسې افغان حکومت هم په دې تړاو ژورې اندېښنې لري، باید ددې توافقنامې وضاحت وشي تر څو له راتلونکو خطرونو مخه ونیول شي».

ګډ حکومت داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې لاسلیک ته اندېښمن دی، چې زلمی خلیلزاد وایي، له طالبانو سره دبهرنیو عسکرو د وتلو په ګډون د ګڼو نورو موضوعاتو په تړاو توافق ته رسېدلي او که توافقنامه یې له طالبانو سره لاسلیک شي په څلور نیمو میاشتو کې دننه به پنځه نظامي اډې تخیله کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

دا داسی معنی لری لکه څنګه چی ټولو نړیوالو مخکی نجیب الله ته ویلی چی دولت پریږده نور چی هرڅه کیږی مسولیت یی د ربانی او ګلبدین غاړه، مګر همغه وو چی بیا کابل یی په کنډواله بدل او د وینو بیالی روانی شوی او پاکستان په ډیره ارزانه بیه ټول نظامی وسایل د ربانی ډلی او ګلبدین د ډلی په واسطه پاکستان ته انتقال کړل چی نن هم زموږ د هیواد ۲۲ جیټ الوتکی اوس هم پاکستان پوځ سره دی چی له بده مرغه زموږ د همدی جهادی رهبرانو ثمره وو چی دولت سره جوړ نه راتلل مګر اخیر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x