افغانستان

سیاسیون: اشرف غني نه غواړي تر ټاکنو وړاندې د سولې هوکړه وکړي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالب او امریکايي لوري تر منځ نهم پړاو مذاکرت پای ته رسېدلي او تمه ده په تعقیب یي بین الافغاني مذاکرات پیل شي؛ یو شمېر سیاسیون وایي، ولسمشر غني د خپل واک د خوندیتوب غم اخستی او نه غواړي تر ټاکنو وړاندې د سولې مرکچي پلاوی تشکیل کړي.

دغه سیاسیون وروسته له هغه افغان حکومت د یو باصلاحیته پلاوي له تشکیل عاجز بولي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم په حکومت نیوکه کړې وه، چې لا هم نه دی توانېدلی د سولې لپاره یو ټولمنلی پلاوی تشکیل کړي.

د ولسي جرګې یو غړی «علي اکبر جمشیدي» وایي « ولسمشر د خپل واک خوندیتوب ته ګوري او نه غواړی تر ټاکنو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک شي ځکه هر ډول هوکړه به د نوموړي د واک دپای ته رسېدلو لامل شي».

د پوهنتون استاد «ګل الرحمن قاضي» وایي « ښاغلي خلیلزاد یوه یادونه لرله چې د طالبانو تحریک په کوم وخت کې وتوانېد یو ځواکمن تجرله او واک لرونکی پلاوی وګوماري. خو دا لوری تراوسه نه دی توانېدلی چې باید جدي مطرح شي.»

یاده دې وي، چې د سولې په چارو کې د ګډ حکومت وزارت کابو یوه نیمه میاشت وړاندې له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه د یوه ټولمنلي پلاوي د تشکیل خبر ورکړ؛ خو تر دې دمه حکومت د پلاوي د غړو نومونه له رسنیو سره شریک نه کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x