
لغمان کې وسلوالو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د لغمان ولایت په قرغه یی ولسوالۍ کې نامعلوم وسلوال یوه کور ته ننوتلي او هلته یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه په ډزو وژلي.
د لغمان ولایت د والي ویاند «اسدالله دولت زی» وايي « نامعلوم وسلوال د قرغه يي ولسوالۍ په حدودو کې یوه کور ته ننوتلي او هلته یې د یادې کورنۍ پنځه تنه غړي وژلي».
نوموړي زیاته کړي « وسلوالو په داسې حالت د کور خلګ تر اور لاندې نیولي، چې هغوی ټول په خوب ویده وو، په دې پېښه کې دوه نجونې، دوه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي او په ټول کور کې یوازې یو نارینه ژوندی پاتې دی».
د دولت زي په قول، وسلوال د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي او پولیس یې په لټه بوخت دي.
د یادې کورنۍ په تړاو ویل کېږي، چې له اصله یې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ سره اړه درلوده او دا مهال يې په لغمان کې ژوند کاوه.
داسی قومندان امنیه لری چی داسی ډیری کورنی به د غم په ټغر واړوی