افغانستان

روسیه: د طالبانو او امریکا د توافقنامې رسمي تائید ته سترګې په لاره یو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل):  وروسته له هغه چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي د طالبانو او امریکا د توافقنامې د هر اړخیز ملاتړ اعلان وکړ؛ روسیه وایي، ددې توافقنامې رسمي تائید ته انتظار باسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده «ماریا زاخارووا» وايي « روسیه د طالبانو او امریکا تر منځ د وروستیو مذاکراتو په تړاو رسمي معلوماتو ته انتظار باسي، تر دې دمه د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو په تړاو رسمي معلومات په لاس کې نه لرو،  نه دا څرګنده ده، چې دواړو لورو توافق کړی یا نه او نه مو هم تر دې دمه د توافقنامې رسمي مسوده تر لاسه کړې».

د نوموړې په خبره، د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې په تړاو په رسنیو کې ډېر څه ویل کېږي؛ خو موږ انتظار باسو د دواړو لورو د مذاکراتو رسمي معلومات تر لاسه کړو.

د زاخارووا په قول، د طالبانو او امریکا د هوکړې په مهال به روسیه، چین، پاکستان او یو شمېر نور هیوادونه د ضمانت کوونکو په توګه برخه اخلي او موږ تیار یو د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته دې برخې ته تیاری ونیسو.

روسیه داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې معلوماتو ته انتظار باسي، چې ګډ حکومت وایي، اندېښنې ورسره دي او د یادې توافقنامې په برخه کې وضاحت ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x