ورزش

د افغانستان او بنګلديش ترمنځ ټيسټ سيالۍ سبا سهار پېل کيږي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او بنګلديش کرېکټ لوبډلو ترمنځ يوازينۍ ټيسټ سيالۍ به سبا د پنجشنبې په ورځ د کابل پر وخت ۹:۰۰ بجې سهار پېل شي.

افغان لوبډله چې اوسمهال بنګلديش کې تم ده، وړمه ورځ په دوه ورځنۍ تمريناتي سيالۍ کې د بنګلديش پر وړاندې غوره کارکردګي وښودله.

راشد خان چې د افغان لوبډلې مشري يې پر غاړه ده او خپله لومړۍ سيالۍ ترسره کوي، بريا ته په تمه دی، نوموړی وايي چې بشپړ چمتو پروالی لري او ځان به د لوبډلمشرۍ اضافي فشار لاندې نه راولي.

بل خوا د بنګلديش لوبډلې مشر شکيب الحسن وايي چې په تېره اوږده موده کې بنګلديش لوبډلې په ټيسټ کې غوره کارکردګي نه ده ترسره کړې، ددې لپاره چې په راتلونکي کې غوره شو هرو مرو بايد دغه سيالۍ وګټو.

شکيب الحسن د نړۍ لومړی آلراونډر دی چې په نړيوال جام کې يې د افغان لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې کارکردګي ترسره کړې وه او په مرسته يې لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډله به د سپتمبر له پنځمې تر نهمې ټيسټ سيالۍ ترسره کوي، له هغه وروسته به په درې اړخيزه شل اوريزو سيريز کې ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x