پر ټلویزیون د لوبې نشرېدو حقوق یا رسنیز حقوق

د افغانستان کرکټ بورډ هر مهال په خپل ټول وس او توان سره د نورو سیالو هېوادونو پر وړاندې د لوبلړیو پر مهال هڅه کوي چې خپلو درنو هېوادوالو ته د ټلویزیون له لارې د لوبې لیدلو اسانتیا برابره کړي، څو د کرکټ مینه وال او ټول هېوادوال مو خپله ملي لوبډله شېبه په شېبه تعقیب او له لوبو خوند واخلي.

دا چې د لوبو د خپرولو څرنګوالی څه ډول دی؟، رسنیز حقوق یا د لوبې د نشر حقوق باید له چا ترلاسه شي، ایا کرکټ بورډ په مستقیم ډول کولی شي له ټلویزیونونو سره د لوبو د خپرولو خبرې یا تړون وکړي او که باید لومړی قرارداد شوې کمپنۍ او د افغانستان ټلویزیوني چېنلونه سره په اړیکه کې شي او ورته نورې پوښتنې دي چې باید زموږ هېوادوال او د کرکټ مینه وال پرې پوه شي چې په دغه ليکنه کې یې لوستلی شئ:

لومړی دې ته راځو چې د لوبې کوربه هېواد څه ته وایي؟، د لوبې کوربه هېواد هغه وي چې لوبه په خپل کوربه توب ترسره کوي او سیالۍ هم په همدې هېواد کې او د همدې هېواد په غوښتنه کېږي چې دوه اړخیزې، درې اړخیزې یا…اړخیزې سیالۍ یې بللی شو چې د لوبې د ټلویزیوني نشراتو حقوق او صلاحیت هم له دوی سره وي. په دې معنا چې ټلویزیونونو ته د لوبې د نشرولو حق د کوربه هېواد له واکونو یا هغې کمپنۍ له واکونو څخه دی چې کوربه هېواد ورسره د نشر حقوقو قرارداد لاسلیک کړی لکه څرنګه چې اوس د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د ټېسټ لوبې او درې اړخیزو سیالیو لوبلړۍ د نشر حقوق د TSM کمپنۍ له لوري د غازي په نوم تلویزیون ته ورکړل شوي دي.

که څه هم بنګله دېش د سیالیو د نشرولو حقوق له (TSM) کمپنۍ سره قرارداد کړي نو د Total Sports Marketing (TSM) کمپنۍ په دغه صورت کې کولی شي چې پر ټلویزیونونو د لوبو د نشراتو حقوق وپلوري لکه چې په بنګله دېش کې یې پر غازي تلویزیون وپلورل او دغه ټلویزیون په افغانستان کې هم پر کېبل شتون لري.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې دغه مهال بیا هم د یادو سیالیو د نشرولو لپاره د افغانستان ټلویزیونونو سره اړیکه نیولې او د ټي اس ام د مسول او د هغه اړیکې یې ورسره شریکې کړې دي، خو له ټلویزیونونو تر اوسه کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی، چې کرکټ بورډ په دغه برخه کې یوازې د یوه پله رول لوبولی شي. یا شاید ټلویزیونونو له یادې کمپنۍ سره هم اړیکه نیولې وي، دا چې د دغې کمپنۍ او افغاني تلویزیونونو مسوولین سره جوړ شوي وي که نه، نو دا د دوی ترمنځ د حقوقو د پېر او پلور پر اصولو ولاړه موضوع ده او د کرکټ بورډ اداره له اړیکې جوړولو پرته بل صلاحیت نه لري.

که چېرې لوبې د افغانستان په کوربه توب وي نو بیا؟ د دې پوښتنې په ځواب کې لومړی د یادونې وړ ده چې د افغانستان د لوبو نشر حقوق هم د Total Sports Marketing (TSM) په نوم له بنګله ديشي کمپنۍ سره دي، چې د افغانستان کرکټ د راتلونکو لوبو پروګرام (FTP) او د شپږیزه کرکټ لیګ او غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو د لوبو خپرولو یا نشر حقوق له دوی سره خوندي دي. دغه راز په دې وروستیو کې د TSM کمپنۍ په افغانستان کې د لوبیزو نشراتو د سوړ بازار له امله پر قرارداد هم له سره د غور کولو غوښتنه کړې ده او د پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې کله د لوبو کوربه توب افغانستان کوي نو د کرکټ بورډ اداره بیا هم له یادې کمپنۍ سره د همکارۍ په موخه له داخلي تلویزیوني چېنلونو سره خبرې کوي، څو په ژوندۍ بڼه د لوبو خپرولو حقوق واخلي یا ترلاسه کړي، خو ورته مهال بیا هم دا د لوبو د نشرونکې کمپنۍ او تلویزیونونو له صلاحیتونو ګڼل کېږي چې د څومره اندازه پیسو په بدل کې له یو بل سره خپله اړیکه پیلوي چې یوه ښه بېلګه یې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ټېسټ، شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ او ورته نورې لوبې دي.

یوه بله موضوع چې یادونه یې ډېره اړینه ده، هغه د پروډکشن موضوع ده او کله هم چې د افغانستان په کوربه توب لوبې ترسره کېږي نو د افغانستان کرکټ بورډ ورته په ډېر لګښت سره پروډکش چمتو کوي او دغه راز د نړۍ نور کرکټ بورډونه پر ټلویزیونونو د نشراتو حقوقو پلور له لارې ډېره بودیجه ترلاسه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ په ورته مواردو کې همېشه ډېرې هلې ځلې کړې او رغنده رول یې لوبولی دی، څو خپلو هېوادوالو ته د کرکټ لوبې ژوندۍ بڼه پر ټلویزیون راولي.

پر دې سربېره دا چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره د خپلو هېوادوالو نظرونو او غوښتنو ته ډېر لومړیتوب ورکوي، په پام کې لري چې د دغې ستونزې د هواري لپاره لا ډېر اغېزناک ګامونه پورته کړي، ټلویزیونونه لا ډېر وهڅوي چې د افغانستان کرکټ لوبې چې ټول هېوادوال یې د نشرولو غوښتنونکي دي، خپرې او هېوادوال خوښ وساتل شي.

همدارنګه په پام کې لري چې له ملي سوداګرو او دغه راز د ټلویزیونونو له مسوولینو سره د کرکټ لپاره د نوي ټلویزیون پر جوړولو خبرې وکړي، څو د دغې سترې لوبې او د کرکټ مینه والو لپاره یو ټلویزیوني چنل جوړ او د مینه والو تنده پرې ماته کړي.

درنښت

د افغانستان کرکټ بورډ اداره

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د