نړۍ

د محمد مرسي زوی عبدالله مرسي د زړه د حملې له امله وفات شوی

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي زوی عبدالله مرسي د زړه د حملې له امله په روغتون کې وفات شوی دی.

د عبدالله مرسي کورنۍ او د ټولنيزو شبکو ګڼو فعالانو د عبدالله مرسي مړينه تاييد کړې ده.

نوموړی د خپل پلار محمد مرسي د مړينې له امله ناروغ شوی و او تېره ورځ د زړه د حملې له امله د پلازمېنې قاهرې په جنوب الجیزه ولايت په روغتون کې بستر شوی و، چې تېره شپه ناوخته په روغتون کې وفات شو.

د مرسي د کورنۍ مدافع وکيل عبدالمنعم عبدالمقصود او د محمد مرسي زوی احمد مرسي هم د عبدالله مرسي مړینه تاييد کړې ده.

شل کلن عبدالله مرسي د ولسمشر محمد مرسي کشری زوی و.

الجزيرې ټلويزون کې د مصر د چارو کارپوه عبدالفتاح فائد وايي، عبدالله د نورو زامنو په پرتله په زندان کې د خپل پلار ليدو ډېر ورته، حکومت پر هغه د نشه يي توګو د کارولو سربېره ګڼ تورونه لګولي و، خو له ټولو تورونو پاک وتلی و.

عبدالله مرسي په ټولنيزو رسنيو کې هم د خپل پلار په ملاتړ او د سيسي حکومت پر ضد ليکنې کولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x