افغانستان

حکومتي عسکرو جلال اباد ښار کې د يوې کورنۍ څلور ځوانان په خپل کور کې وژلي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د حکومتي عسکرو صفر دوه قطعې تېره شپه د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې د يوې کورنۍ څلور ځوانان په خپل کور کې وژلي دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکو نن ټکی اسيا ته ويلي، صفر۲ عسکرو تېره شپه د جلال اباد ښار  درېيمې ناحيې په عربانو کلي کې څلور وروڼه قاضي قادر، جهانزيب زاخېلوال، صبور زاخېلوال او بهادر زاخېلواک په داسې حال کې وژلي، چې مشر ورور يې حاجي بهادر له حجه راغلی و.

د يادونې وړ ده، چې قاضي قادر د ننګرهار په محکمې کې دنده لرله، کورنۍ يې په جلال اباد ښار کې د صرافۍ دوکانونه لري او حکومت پلوي خلک دي، خو حکومتي عسکرو يې بيا هم پر کور چاپه وهلې او څلور واړه ځوانان يې په خپل کور کې وژلي دي.

حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د سيمې خلکو او د ټولنیزو شبکو فعالانو د حکومتي عسکرو دا عمليات وحشت بللی دی.

د سيمې خلک وايي، عسکرو د حکومت پلوو خلکو پر کورونو برید کړی، څلور ځوانان يې ورته وژلي او ټينګار يې کړی، چې بايد د دې پېښې عاملين مجازات شي.

ګډ ځواکونه او د حکومتي عسکرو ځانګړي قطعات له تېرې اوږدې مودې راهيسې په شپنيزو عملياتو او چاپو کې ملکيان وژني او کورونه يې ويجاړوي، خو تر اوسه د ملکيانو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره هېڅ ډول ګام نه دی اخيستل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x