جلال اباد: د ځانګړو ځواکونو له لوري د دولتي مامورينو د وژنې په غبرګون لاريون روان دی

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): تيره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو له لوري د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په دريمه ناحيه کې څلور ورونه په خپل کور کې وژلي دي چې اوس يې خپلوانو جسدونه د ننګرهار ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راوړي دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکو نن ټکی اسيا ته ويلي، صفر۲ عسکرو تېره شپه د جلال اباد ښار درېيمې ناحيې په عربانو کلي کې څلور وروڼه قاضي قادر، جهانزيب زاخېلوال، صبور زاخېلوال او بهادر زاخېلواک په داسې حال کې وژلي، چې مشر ورور يې حاجي بهادر له څخه څخه راغلی و.

څو شيبې وړاندې د دغو وژل شويو وارثانو او خپلوانو د هغوی مړي جلال اباد ښار کې د ولايت مقام مخې ته راوړي دي او د ولايت مخې ته يې د حکومت په خلاف لاریون کړی دی.

دوی وايي چې وژل شوي کسان ټول د دولت مامورين وو او له هيڅ وسله والې ډلې سره يې لاس نه درلود او حکومت بايد دوی ته ددې ظلم جواب ورکړي.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې د ګډو او ځانګړو ځواکونو په شپنيزو عملياتو کې د ملکي وګړو سربيره دولتي مامورين هم په نښه کيږي، مګر تر دې وړاندې هم څو ځله د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې ورته پيښې شوې وې.

ګډ ځواکونه او د حکومتي عسکرو ځانګړي قطعات له تېرې اوږدې مودې راهيسې په شپنيزو عملياتو او چاپو کې ملکيان وژني او کورونه يې ويجاړوي، خو تر اوسه د ملکيانو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره هېڅ ډول ګام نه دی اخيستل شوی.

د ننګرهار ولايت مقام له لوري په خپره شوې يادښت کې راغلي دي چې د ننګرهار ولايتي اداره په ياده پيښه خواشيني ښيي او زياتوي چې د ننګرهار والي له اشرف غني څخه غوښتي چې د يادې قضيې د څېړلو له پاره دې ولایت ته يو پلاوی راوليږي.

په يادې پيښې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم خواشيني ښودلې ده او ويلي يې دي چې وژل شوي څلور واړه ورونه له کومې مخالفې ډلې سره تړاو نه درلود او د حکومت کلک مدافعين وو.

نوموړي ويلي دي چې په وژل شويو کسانو کې قاضي عبدالقادر صديق يې په مشرانو جرګه کې ده سره د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

مسلميار ياده د پيښې د غندنې ترڅنګ د حکومت له لوري يې د ملکي وګړو په کورونو د چاپو او عملياتو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د