ورزش

راشد خان د ټیسټ کرېکټ تر ټولو ځوان لوبډلمشر شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه سوکه توپ اچونکی راشد خان د ټیسټ کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې د لوبډلې مشري کوي.
د بنګلدیش پر وړاندې یوازینۍ ټیسټ لوبه د لوبډلمشرۍ په حیث د راشد خان لومړۍ ټیسټ لوبه ده، نوموړی په ۲۰ کالو او ۳۵۰ ورځو سره د ټیسټ کرېکټ ځوان لوبغاړی شو.
له دې وړاندې د زمبابوې لوبډلې «ټاټینډا ټيبو» د کرېکټ په تاریخ کې ځوان لوبډلمشر و چې د راشد خان څخه یې د عمر ۸ ورځې توپير درلود.
په کرېکټ نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ترمنځ اختلافات او پرلپسې ۹ ماتې د افغان لوبډلې لپاره یو شمېر ستونزې رامنځته کړي خو راشد خان باوري دی چې لوبډله اوس تر یوه چتر لاندې لوبیږي او ترمنځ یې هیڅ ستونزې نشته.
راشد خان د خپلې لوبډلمشرۍ په اړه وایي چې د یادې سترې لاسته راوړنې په اړه خورا خوشاله دی، غواړي له اضافي فشار څخه ځان وساتي، لوبډله پر یوه ټغر راټوله کړي او په پای کې غوره کارکردګي ترسره کړي.
که څه هم بنګلدیش لوبډلې په خپل کوربه توب په تېرو دوه کالونو کې استرالیا او بنګلدیش لوبډله ماته کړې، خو د افغان لوبډلې روزونکی انډي مولز وایي چې لوبډله یې ددې وړتیا لري چې بنګلدیش ته ماتې ورکړي.
افغان لوبډلې د بنګلدیش پر وړاندې په یاده ټيسټ لوبه کې پچه ګټلې او لومړی یې د توپوهنې پریکړه کړې، دوی خپل دوه اوپنر لوبغاړي (احسان جنت، ابراهیم ځدران) او همدا ډول حشمت شهیدي له لاسه ورکړي دي.
د غرمې له وقفې څخه وړاندې حشمت شهیدي خپله ویکټه له لاسه ورکړه، په ۳۲.۴ اورونو کې افغان لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۷۷ منډې جوړې کړي، احسان جنت ۹، ابراهیم ځدران ۲۱، رحمت شاه ۳۱ ناسوځېدلې او حشمت شهیدي ۱۴ منډې جوړې کړې دي.
د افغان لوبډلې په یوولس کسیزه لوبډله کې څلور سوکه توپ اچونکي او یو چټک توپ اچونکی دی، لوبډله په لاندې ډول ده:
احسان جنت، ابراهیم ځدران، رحمت شاه، حشمت شهیدي، اصغر افغان، محمد نبي، افسر ځاځی، راشد خان، قیس احمد، یمین احمدزی او ظاهر شاه پکتین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x